ميدان وردگوولايت نرخ ولسوالى په ناڅرگنده سيمه کې وسله والو طالبانو يو تن په دې توراعدام کړچې دملامحمد مشهور په ( ملا ټانگ )په نامه ددوى يو تن جنگيالى يىدرى ورځى وړاندى دهغي ولسوالى دده مسلم په سيمه کى وژلى وو.
په سيمه کې دايوب سمندر په نامه يوتن چې ځان د وسله والو طالبانو ديوې ډلې مشربولي وخت خبري آژانس سيمه ئيز خبريال ته دتيليفون په کرښه ويلي چې ميدان وردګوولايت مرکز دسيمې اوسيدونکي دملاعزيزالله دوه زامن دنورحمان اوګل رحمان په نامه وړمه ورځ طالبانو دولت ته دجاسوسي پهتوربرمته کړي وه.
دايوب سمندرپه وينا ددوى جنګياليودنورحمان په نامه يوتن تيره ورځ دنرخ ولسوالى په يوه نامالوم ځاي کې اعدام کړى دى.
دنرخ ولسوالى يوتن امنيتي مسؤل چې دنوم ښودلو څخه ډډه کوي وايي چې وسله والو طالبانو نورحمان په دې توراعدام کړى چې درې ورځې وړاندې يى دملامحمد په نامه طالب چې په ملاټانګ مشهور وه وژلى دى .
دميدان وردگوولايت امنيه قوماندانى چارواکي پيښه مني خو دلازياتومالوماتو ورکولو څخه ډډه کوي .
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ددغه ولايت دجلريز ولسوالى په مربوطاتوکې وسله والوطالبانو دپينځه تنو له ډلى چې دغلاوپه تورنيول شوى وه يوتن اعدام کړى وه.
ايډيټ _وخت خبرى آژانس