دهلمندوالي يوځل بياهغه آوازې په كلكه ردكړې چې گواكې دى له دندې گوښه شوى دى.
دغوآوازووروسته له هغه زورواخيست كله چې دبينواپه نامه ويب پاڼې اوپه كابل كې خپرويدونكې پيغام ورځ پاڼې دده دگوښه كيدوخبرونه خپاره كړل.
دهلمندوالي گلاب منگل ديكشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته كې وويل چې داآوازې اوگنگوسې خپرول دهغه كسانوكاردى چې غواړي په هلمندكې دبيارغونې اوپرمختگ چارې له خنډسره مخ اوقومي تعصب ته لمن ووهي.
ښاغلي منگل وويل له هغې ورځې نه چې زه دې ولايت ته راغلى يم زماهڅه داده چې په هلمندكې ميشت قومونه سره يو، اوترڅنگ يې په دې ولايت كې دنيشه يي توكو،اداري فساداونوروناانډوليومخه ونيسى.
دده په ويناچې دده دگوښه كيدوپه اړه لاتردې مهاله په مركزكې هيڅ ډول تصميم نه دى نيول شوى اوكه ونيول شي دى ورته په درنه سترگه گورى.
دهلمندوالي همدارازپه نادعلي ولسوالى كې دپيل شويوعملياتوپه اړه وويل چې تيره ورځ په سيمه كې ترناوخته جگړه روانه وه ،ددولت مخالفين په شاتمبول شوي اودولتي ځواكونه سيمې ته رسيدلې دي.
دده په خبره چې په چانجيرسيمه كې اوس هم عمليات روان دي.
والي همدارازوويل چې په سيمه كې موږكوښښ كووپه ډيردقت عمليات ترسره كړوترڅوولسي وگړوته زيان ونه رسيږي.
داپه داسې حال كې ده چې دتيرې جمعې په ورځ هم په نادعلي ولسوالى كې دجنگ جگړې له امله چې دورځې ترناوخته يې دوام درلوددواړوغاړويوبل ته دمرگ ژوبلې داړولوادعاكوله.
له بله پلوه دسيمې داوسيدونكوپه ويناچې دامهال په سلگونه كورنى له سيمې څخه دتللوپه حال كې دي.