وخت خبري آژانس
کابل ولايت
سنبلى ٢مه
همدا راز په حکم کى راغلى چى د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د دې ویرجنې پېښې له امله خپله ژوره خواشیني څرګندوي او د دې غمجنې پېښې د هر اړخیزې څیړنې لپاره د حج او اوقافو وزیر، محترم پوهاند نعمت الله شهراني، په مشرۍ د لاندې هیئت ټاکنه منظورده:
د ملي شورا د ولسي جرګې د داخلي چارو د کمیسیون رئیس، محترم
جنرال فضل العظیم زلمی مجددي، د غړي په توګه.
د ملي شورا د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا د کمیسیون رئیس، محترم محمد اقبال صافي، د غړي په توګه.
د ملي شورا د مشرانو جرګې د دیني، فرهنګي او لوړو زده کړو د کمیسیون رئیس، محترم مولوی ارسلا رحمانی، د غړي په توګه.
د ملي شورا د ولسي جرګې غړي، محترم عبدالسلام قاضي زاده، د غړي په توګه
د ملي شورا د ولسي جرګې غړي، محترم مولوي ګل احمد، د غړي په توګه.
د ملي شورا د ولسي جرګې غړي، محترم حاجي عزیز الرحمن نادم، د غړي په توګه.
د ملی شورا د مشرانو جرګې غړي، محترم حاجی محمد، د غړي په توګه.
د جمهوري ریاست سلاکار وزیر، محترم محی الدین بلوچ، د غړي په توګه.
د هرات ولایت د ولایتي شورا رئیس، محترم ډاکټر محمد همایون عزیزي، د غړي په توګه.
د هرات ولایت قومي مشران، محترم مولوی کبابیان او محترم حاجي حفیظ الله خان نورزي، د غړو په توګه.
د هرات ولایت د ولایتی شورا غړی، محترم نیک محمد اسحق زی، د غړي په توګه.
د هرات ولایت مرستیال، محترم حاجي میر عبدالخالق، د غړي په توګه.
په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر سلاکار، محترم قاضي زرشاه مومند، د
غړي په توګه.
همدا راز هیئت ته دنده سپارل شوى چې د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب ویرجنو کورنیو ته ورسوی، د سیمې د دولتي چارواکو، دیني عالمانو، د ولایتي شورا د غړو، مخورو او سپین ږیرو سره په ګډه او تفاهم، پېښه په هر اړخیزه توګه وڅیړي.
په حکم کى دا هم راغلى چى د سیمې ملکي او بیګناه اوسیدونکو ته د اوښتی مرګ ژوبلې کچه معلومه، د پېښې عوامل تشخیص، او پدې هکله خپل ګډ رپوټ، او سپارښتنې د یوې اونۍ په ترڅ کې د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.
په حکم کى د هرات ولایت دولتي چارواکې مکلف شوى چى ، د هیئت ځاني مصئونیت تامین او د دوی د کار لپاره پوره اسانتیاوې، برابرې کړي.
د ملي دفاع وزارت ته دنده سپارل شوى چى د هوا له لارې د هیئت د تګ او راتګ مسئولیت،
په غاړه واخلى.
خبر او ايديت: وخت خبرى آژانس