دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالى امينه قوماندان ډګروال عبدالقيوم دريموت کنترول ماين په چاودنه کې وژل شوى دى .
دوسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وخت خبري آژانس ته دتليفون په کرښه دامنيه قوماندان دوژنې پړه په غاړه اخيستې او دا يې هم ويلي ،چې په دغه پيښه کې ګن شمير ملي پوليس وژل شوي دي .
دننګرهار والي وياند احمد ضيا عبدالرحيم زى وخت خبري آژانس ئيزخبريال ته دپښې دپخلي ترڅنګ وويل :((دغه پيښه نن سهار د لسو بجو په شاوخواکې هغه مهال رامينځته شوه ،چې امينه قوماندان موتر ددغې ولسوالى ته په غزيدلي سرک دريموت کنترول ماين وربرابرشو ))
دننګرهار امينه قوماندانۍ وياند سمنوال عبدالغفور وخت خبري آژانس ته ويلي ،چې ډګروال عبدالقيوم دچپرهارولسوالى دسرى کلا په سيمه کې دريموت کنترول ماين په چاودنه کې خپل ژند له لاسه ورکړى دى.
نوموړي زياته کړې ،چې په دغه پيښه کې يوتن ملي پوليس هم ټپي شوى دى.
دده په خبره دوژل شوي قوماندان جسد دننگرهار دصحت عامې روغتون ته وړل شوى دى خو دژوبل شوي ملي پوليس دروغتيا په اړه يې څه ندي ويلي .
ديادونې وړده ،چې ددغې پيښې نه څوشيبې وړاندې دجلال اباد ښار کې د لطيف پدرام دمحاکمه کیدو غوښتنه ديوه لاريون په ترڅ کي وشوه.