دهلمندولايت مركزلښكرگاه اړوند باباجي په سيمه كې دپوليسواووسلوالوطالبانو ترمينځ په نښته كې نهه تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
په سيمه كې دكومكي پوليسوقوماندان حاجي قدوس خان دچهارشنبې په ورځ وخت خبريال ته وويل چې بريددشپې ديولسوبجوپه شاوخواكې دوسلوالوطالبانولخوادكومكي پولسوپرپوسته ترسره شوچې په دې ترڅ كې نښته رامنځ ته شوه او په پايله كې يې نهه تنه وسلوال طالبان ووژل شول.
دنوموړي په ويناچې پوليسوته كومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې.
بل پلودسيمې اوسيدونكي وايي چې وژل شوي وسلوال طالبان دباباجي دسيمې اوسيدونكي دي.
خودوسلوالوطالبانووياندقاري يوسف احمدي ادعاكوي چې په دې بريدكې يې څلورتنه پوليس وژلي اودپوليسويوه عراده كرولاموټراويوشميروسلې يې له ځانه سره وړې دي.
له بله پلوه بيادبگرام له هوايي ډگرڅخه دايتلافي ځواكونويوې خبرپاڼې چې همدانن خپره شوې ويلي دي چې دهلمندولايت دگرشك ولسوالى په حيدرآبادسيمه كې يې دهوايي بمبارپه پايله كې چې دوسلوالوطالبانوپه پټنځايونوترسره شوى لس تنه وسلوال طالبان وژلي دي.
خوپه دې اړه تراوسه وسلوالوطالبانوڅه نه د ي ويلي ، دا پداسي حال کي ده چى نن سهار لس بجي ديوه ريموټ کنټرول ماين په چاودنه کى دننگرهار ولايت چپرهار ولسوالي امنيه قوماندان هم وژل شويدى.