وخت خبري آژانس
زمري ٢ مه
ننګرهار ولايت کې دلطيف پدرام دهغو څرګندونو پرخلاف آزادو ژورناليستانو ،ولايتې شوارغړو او فرهنګي ټولنو لخوا لاريون پيل شوى ،چې پينځه کاله وړاندې د رياست جمهوري دانتخاباتو دکمپاين په مهال يي دغازي امان الله خان پرضد کړې وې .
لاريون کونکو له دولتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه ،چې پدرام بايد محاکمه شي او همدارنګه دده دګوند (کنګرې ملي) دمنحل کيدو غوښتنه يې وکړه .
لاريون کونکو ويلي ،که چيري پدرام محاکمه نه شي دوى به خپل لاريون ته دوام ورکړي .
دلاريون کوونکو په خبره مونږ به خپلې غوښتنې ولايتي شورا ته سپارو او دهغې دلارې به لوي څارنوالى ته سپارل کيږي .
دننکرهار ولايتي شورا مرستيال مولوي عبدالعزيز د خپلو څرګندونو په ترڅ کې لطيف پدرام کافر وباله او دده دمحاکمې کيدو غوښتنه يې وکړه .
ديادونې وړده چې دغه لاريون دپښتونيستان څلورلارې څخه پيل شوى ،چې دامهال د جلااباد ښار په لورې روان دى .
خبريال _ طاهرساپى
ايډيټ _ وخت خبري آژانس