نړيوال سوله ساتي ځواک دطالبانو لخواهلمندکي ټاکل شوي والي ملا عبدالرحيم دپاکستان په کوټه ښار کى ونيو.
هلمند ولايت چارواکو ويلي چي دطالبانو دغه لوړ پوړي قوماندان دنړيوالو سوله ساتو ځواکونو ديو چاپي په ترڅ کي نيول شويدي.
په خبر کي دا هم راغلي چي نړيوالو ځواکونو ددغو عملياتو په ترڅ کى دطالبانو دوه قدرت مند قوماندانان هر يو ملا بسم الله او ملا جان محمد هم وژلى دى.
دهلمند والي گلاب منگل وخت خبري آژانس سره په يوه لنډه مرکه کي د ملا عبدالرحيم نيول کيدل منلي خو دا يي ندي ويلي چي دنړيوالو قواوو په دغه بريد کي په دغه قوماندان سربيره نور څومره طالبان نيولى شوى او يا وژلي شويدي.
گلاب منگل دا هم ويلي چي د نړيوالو قواوو دغه عمليات دپاکستان هيواد په کوټه ښار کي تر سره شويدي.
ديادولو وړ دي چي دنړيوالو ځواکونو لخوا دغه عمليات چي دافغانستان له سرحد آخوا په پاکستان کي ترسره شويدي په خپل ذات کي بي جوړي دي او ورورسته له هغه ترسره شول چي ځينو آمريکايي مقاماتو او افغان ولس مشر ګاونډي پاکستان ته گوت څنډي کړي وو چي که په افغانستان کي له مداخلي څخه لاس وانخلي ځوابي عمل سره به مخ شي.