وخت خبري اژانس
دچنگاښ ٢٩مه
بارک اوباما په خپل لنډ سفرکې دننگرها والي گل آغا شيرزي، پى ارټى مشرانو سره دخبرو پروخت وويل چې، اوس افغانستان ته دټولې نړى پام راوښتى دى، دافغانستان هرډول ملاتړته به دوام ورکړو او دتروريزم له منگولو به يې خلاص کړو.
نوموړي ددننگرهار داياک پروسې، مخدره موادو پرضد دمبارزې، او په ننگرهارکې د ښه اداري جوړښت نه خوښي وښوده او دغو برخو کې يې لاسته راوړڼې مثبتې وارزولې.
دننگرهار چارواکو له هغه وغوښتل چې دغې سيمې کې دې اږدمهالې پروژې تطبيق شي، دننگرها والي له هغه نه په ځانگړې توگه په دغه ولايت کې دبندونو او برق اسانتياوو جوړولو غوښتنه وکړه.
دامريکا دولسمشرى دموکرات کانديد بارک اوباما دافغانستان سفرڅوشيبې وروسته دهيواد دختيځې سيمې ننگرهار نه ليدنه وکړه، چې دامريکا دوه سناتورانو ښاغليو هيگل او ريډ يې ملتيا کوله.
ننگرهارچارواکو، ننگرهاته دهغه دسفر اصلي موخې په اړه مالومات ورنه کړل خو رسنيو ته يې وويل چې نوموړي غوښتل دننگرهار ادارې په اړه مالومات ترلاسه کړي اودهغه ځاى دچارو په اړه خپل نظريات وړاندې کړي.
افغانستان ته دراتگ روسته ننگرهار لومړى ولايت وو چې ښاغلي اوبام ځنې ليدنه وکړه.
خبريال: طاهر صافى
اډيټ: وخت خبري اژانس