وخت خبري آژانس
کندهار _سپين بو لدک
دکندهارولايت دسپين بولدک ولسوالۍ عصمت مسلم قرارګاه ته څيرمه د ١٠بجو په شاوخواکې دبهرينو ځواکونو پر نظامي موټر دريموت کنترول ماين چادنه شوې چې له امله يې يوازې موټر په بشړه توګه ويجاړ شوي خو چاته مرګ ژوبله نده اوښتې .
دغه خبره دکندهارولايت دڅلورمې ليوا قوماندان بريد جنرال سيف الله حکيم وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته کړې ده .
په جنوب ختيځ ولايتونوکې قاري يوسف احمدي چې ځان دطالبانو وياند معرفي کوي ديونامالوم ځاي نه دتليفون په ليکه وخت خبريال ته ويلي چې ددوي يوتن جنګليالۍ دبهرنيو ځواکونو نظامي موټر دريموت کنترول ماين په چاودنه کې له مينځه وړۍ اوپه موټورکې تسپاره اته تنه سرتيري يې وژلي دي .
احمدي زياته کړه چې تيره ورځ سپين بولدک ولسوالۍ کې دځانمرګي بريد موخه دکاناډايي ځواکونه ول .
نوموړي داهم وويل چې ددو جنګياليودزابل تيره ورځ ولايت دشملزو په سيمه کې دريموت کنترول دوه جلا چادونې کړي دي
دده په وينا لمړى چادونه يې دملي اردو او دوهمه چادونه يې دبهرنيو ځواکونو پر سر تيروسره کړې ده چې دچادونو په پايله کې يې ګن شمير کورني اوبهرني سرتيري وژلي دي .
خودولتي چارواکو دنوموړې پيښې په اړه تردې دمه څه ندي ويلي .
دپه داسې حال کې چې نن سهار دکنړولايت دکوړنګل ولسوالي په سيمه کې وسله والو طالبانو دبهرنيو ځواکونو دګزمې پر کاروان دبريد په پا يله کې دڅلورتنو بهرنيو دوژنې ادعاکړې خوداناټو ځواکونو دمطبوعاتي دفتر لخوا دطالبانو ادعا ردشوي ده .
خبريال _معصومي