دهلمندولايت دملي امنيت رياست چارواکو نن پدغه ولايت کې ددريېو پاكستاني ځانمرگيو بريدكوونكيودنيونې خبروركړ.
يادشوي كسان پدې وروستيوكې دهلمندولايت سنگين ولسوالۍ ته دغزيدلې لارې په اوږدوكې دملي اردو او ملي امنيت منسوبينو لخوانيول شوي دي.
هلمندولايت كې دملي امنيت يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپورشي وخت خبري آژانس ته وويل:(( نيول شوي کسان دکم عمرخاوندان زكيم الله دپيښوردميرانشاه سيمې، اشفاق دملتان ښار او ملانورمحمد دکويټې ښار د پشين سيمې اوسيدونکي دي.))
دملي امنيت دغه چارواکى وايي چې دغه کسان دانتحاري بريدونو دترسره کولو په موخه دغې سيمې ته راغلي ؤ چې له نيكه مرغه دملي امنيت دمالوماتوپه اساس د ملي اردو ځواكونو لخوا د لارې په اوږدوكې ونيول شول.
هغه زياته كړه چې دې كسانو پخپل جرم اقراركړى او وايي چې هغه كس چې دوى ته روزنه وركوي دشريريارپه نامه ياديږي اواصلي روزنه يوپنجابى استادچې شيررحمان نوميږي وركوي.
سرچينې داهم وويل چې دنيول شويوكسانوداقرارله مخې چې دكوېټې دهمدې روزنې په كمپ كې ترشپيتو زيات كسان ترروزنې لاندې دي.
همدا منبع وايي چې ترهګرو زکيم الله د پوډري په نوم نيولى اوبيايې دباړې دسرې خاورې سيمې ته بيولى اوهلته يې ورته ددريېومياشتوپه موده كې دځانمرگي بريدونو روزنه وركړې.
همدا منبع زياتوي چې له هغه وروسته يې زکيم الله دكوېټې پشين سيمې ته بيولى او هلته يې د ملا نور محمدپه نامه يوکس ته چې هغه هم نيول شوى په لاس وركړى اوهغه ته يې ويلي چې دابه هلمندولايت ته دانگريزانو پرضد جهاداوا نتحاري حملو ترسره کولو په مقصد رسوئ.
نيول شوي كسان خبريالانوته وښودل شول دزكيم الله په نامه نيول شوي تن وويل چې ماپه پيښوركې نيشې كولې اته تنه طالبان راغلل زه يې ونيولم اوله ځانه سره يې د باړې سرې خاورې سيمې ته بوتلم هلته يې راته ويل چې موږته ډوډۍ پخوه خو ماته يې دوه نيمې مياشتې د ډوډى پخولوترڅنگ دځانمرگي بريدونو روزنه هم راكړه وروسته يې كويټې ته راوستم دملانورمحمدپه لاس يې وركړم او هغه بيادافغانستان په لورراوخوځولم چې دلارې په اوږدوكې ونيول شوم.
بل تن نيول شوى ملانورمحمدؤ چې ځان دكويټې ښاردپشين سيمې اوسيدونكى راپيژانده خبريالانو ته وويل:((ماته دځانمرگوبريدونو روزنه نه ده تر لاسه کړې،يوازې يې افغانستان كې دجهاد کولو تبليغ راته كړى او راته ويل شوي ؤ چې ټول افغانستان كفارولاندې كړى دى.))
نوموړى تورن وايي،خوكله چې افغانستان ته راغلودملي اردوسرتيروونيولواوكله موچې هغوى وليدل چې لمونځ اودس كوي نوپوه شووچې تيرايستل شوي يواوپخپل كارسخت پښيمانه يو.
همدارازيوبل تن چې دكم عمرمعلوميده نوم يې اشفاق اودملتان دسيمې اوسيدونكى يې ځان راپيژانده په پښتويې خبرې نشوكولاى اودومره يې وويل چې افغانستان ته دجهادلپاره راغلى دى.
داپه داسې حال كې ده چې دملي امنيت دسرچينوپه ويناچې دروان هجري كال په اوږدوكې دهلمند په ولايت کې شاوخوا ۲۲تنه چې دپاكستان دبيلابيلوسيمواوسيدونكي دي نيول شوي دي.