دلغمان ولايتقومونو،مشرانو او مخورو دولسمشر کرزي دوروستيو څرګندونو نه دخپل ملاتړترڅنګ په ولسمشر غږ کړى چې که ددوى په وينه افغانستان له دغو بدمرغيو ژغورل کيږي نو دوى دخپلووينو تويولوته تيار دي.
ولسمشرکرزي هم په هغه مطبوعاتي غونډه کې دوه ورځې وړاندې دارګ په ماڼۍ دژورنالستانو په ګډون جوړه شوې وه ويلي ؤ چې دى په هيواد کې دسولې راتلو په لاره کې هرډول قرباني ته آماده ده.
په همدې توګه دلغمان په ولايت کې دجوړې غونډې ګډون والو چې په هغو کې دولسواليو او کليوالوسيموقومونو مشرانو،مخورو قومي سپين ږيرو، روڼ اندوترڅنګ دمرکزي سيمو خلکو هم برخه اخيستي وه دپاکستان په وړاندې دولسمشر کرزي له کلک دريځ نه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
دغونډې برخه والو په يوه خوله ويل چې دلغمان ولسونه دې ته تياردى چې دخپلې دلويشت، لويشت خاورې ساتني په موخه ځانمرګي بريدونه په هرهغه هيواد کې ترسره کړي چې له ترهګروسرمرسته کوي او دغې خاورې ته يې را استوي.
دلغمان والي لطف الله مشعل غونډې ته پخپلو ويناؤ کې وويل:((دترکمنستان اوچين هيوادونو پرته پاتې ټول ګاونډي هيوادونه زموږ دهيوادپه کورنيو چاروکې لاسوهنه کوي.))
مشعل پاکستان دتروريزم اډه وباله او زياته يې کړه چې زموږ دهيوادسربيره په هند ،کشمير او نورو هيوادونوکې هم لاس وهنه کوي.
دلغمان ولايتي شورا غړي اودمهترلام جامع جومات خطيب قاري روح الله فياض وويل چې ،مونږ دخپلو قومونو په استازيتوب دولسمشرکرزي له خبروملاټړکوواودهر هغه کس په وړاندي به ټينګ ودريږو چې زمونږپه خاوره کې لاس وهنه کوي.
ديادونې وړ ده چې دولسمشرکرزي دوروستيو څرګندونو نه دملاتړپه ښودلو دهيواد په بيلابيلو ولايتونو کې دې ته ورته غونډې په هلمند، زابل، خوست ، پکيتا او پکتيکاکې شوې دي.