سر خط اخبار     

In English
- Shura plots way for village security in Panjwa'i district 2010-07-29 11:54

- Joint Forces detain insurgents in Logar 2010-07-29 11:51
On Tuesday night, Afghan National Security Forces with International Security Assistance Force partners carried out an
- ISAF unmanned air vehicle lost2010-07-28 17:23
An International Security Assistance Force unmanned aerial vehicle crashed in Kunduz province today.
- Insurgents kill two civilians2010-07-28 16:42
Insurgents killed two Afghan civilians and wounded 15 more in improvised explosive device (IED) attacks all over
- Insurgent IEDs kill and injure numerous civilians in two attacks2010-07-28 16:33
Numerous Afghan civilians were killed and injured today in two separate improvised explosive device attacks in southern
- 2010-07-28 10:42Forty five innocent civilians killed and wounded by a road side bomb
Forty five innocent civilians have been killed and wounded by a road side bomb in Nalan district of Farah province this
- 2010-07-27 17:36 Farmers in Mazar province complain from melon fly disease
Farmers in Balkh province say the majority of their melon products have been destroyed by fly disease, and
- Wahid Omer: After complete destruction of Terrorist networks in Pakistan, Peace is feasible in Afghanistan and region.2010-07-27 14:25
Wiki leaks’ information helps peace and stability in Afghanistan. Wahid Omer president’s spokesperson said this in a press
- 2010-07-27 14:13Afghan-led force captures Taliban commander
An Afghan and coalition security force captured a Taliban sub-commander and several additional suspected insurgents in
- Buildings destruction in Nuristan Province2010-07-27 11:57
Afghan and coalition officials said a partnered force found several buildings in the village of Barg-e Matal, Nuristan
Saturday June 14, 2008
په ټول زابل كې يو مجهز كلينيك او روغتون نشته
وخت خبري آژانس
زابل
د غبرګولي ۲۵ مه

دزابل ولايت خلك د ګن شمير اوسيدونكي د روغتيايي كلينيكونو،كتنځايونو او روغتونونو دكمښت له كبله له ستونزو سره مخ دي چې تر ټولو وړاندې ستره ستونزه پدغه ولايت كې دبيلابيلو ناروغيو خپريدل دي.

د قلات ښار يو تن اوسيدونكى ۳۲ كلن عبدالجليل دوكاندار وايي:((ددغه ولايت مركزي روغتون تر او سه پورې د ناروغانو په درملنه كي پاتې راغلى دى.))

دى وايي پدغه روغتون كې دناروغانو درملنه په صحيح ډول نه تر سره كيږي او په نوموړي روغتون كي دارو درمل مسلكي داكټران او نور صحي ضرورتونه هيڅ وجود نلري.

نوموړي د روغتون پر مسؤلينو نيوكه درلوده چې نظافت نه مراعاتوي.

دى زياتوي هر كله چې ناروغ روغتون ته مراجعه كوي حالت ئي نور هم خرابيږي.

جليل چې دغه حالت ننګونكى بولي پدې هكله دمسؤلو كسانو څخه د جدي او ځانګړې پاملرني غوښتنه كوي او دده په وينا كه دا وضع همداسي دوام ومومي پايلې بې ښې نه وي.

پنځوس كلنه نور بي بي دزابل دولتي روغتون ته درملنې لپاره راغلې ده وايي ((دقلات په ښاركې څو تنه ښځينه ډاكټرانې شته چې په شفاخانه كې كار نه كوي هغوى شخصي ماينه خانې لري اوهغوى په خپلوشخصي معاينه خانو كې له خلكو ډيرې پيسې اخلي او ماغوندې غريب خلك يې له كوم ځايه كړي.))  

دقلات د ښار دسينك د كلي اوسيدونكي ۲۷ كلن اسدالله چي ځان راته دوكاندارښپي وائي چي دغه روغتون تش په نامه روغتون دي، نه دارو درمل لري او نه پوره داكټران.

داسدالله په وينا چي دده مور دسترګو ناروغي لري خو كله چې روغتون ته ورشي په روغتون كې دسترګو داكتر نه شته ، دېته اړ يم چې خپل مريض كندهار او يا پاكستان ته ددرملنې لپاره بوځم. نوموړى وايي په نورو ځايونو كې دناروغ درملنه كول زياتو پيسو ته اړتيا لري چې دغه كار دغريبو خلكو له وس نه پورته خبره ده .

دده په وينا په زابل ولايت كې به دعامو خلګو روغتيايي ستونزې هغه مهال له منځه ولاړې شي چې ددغه ولايت دټولو اړوندو ولسواليو په ګډون دمركز قلات په روغتون كي د ټولو څانګو د مسلكي ډاكټرانو شمير بشپړ او پوره دارو درمل ورته ورسيږي.

ديرش كلن ځوان محمدزي د كاكړانو دكلي اوسيدونكي وايي تير كال په دوبي كې د ملاريا په ناروغي اخته شوم او زما د كورنۍ غړيو زه د درملنې لپاره په قلات ښار كي ديوه ډاكټر كتنځاى ته بوتلم  دډاكټر د دوا له خوړلو نه وروسته مې ناروغي  نوره هم سخته شوه او دېته اړ شوم چې د درملني لپاره كندهار ولايت ولاړ شم .

له بلې خوا دمرکزي روغتون دجراحي څانګي متخصص داکټر سيدولي وايي چې دزابل مرکزي روغتون اوس مهال ددغه ولايت اوسيدونکو د ناروغيو د درملنې لپاره پوره چمتوالى لري.

دى وايي چې يوشميرناروغان درملتونونو ته ورځي او پخپل سر له درملتونونو څخه دناروغانو لپاره درمل اخلي او زيات شمير ناروغان د دغه راز درمل له خوړو څخه زيانمن کيږي.

په زابل ولايت كې دښځو چارو د رياست مشره وائي دوي زيار باسي څو د ښځو لپاره په ځانګړي توګه د زيږون پرمهال لازمې روغتيائي اسانتياوې برابرې کړي .

نوموړې وايي دوى چې په دي برخه کي له کومي ستونزي سره مخ دي هغه د تمويل ياد پيسو دنشتوالي ستونزه ده هغي وويل پدې برخه كې يې ديوشميرميرمنو نوم ليكنه پيل كړې چې په ترڅ كې به يې دغو ښځو ته په بيلابيلو برخوكې روزنه وركړل شي.

دده په خبره هيڅ ښوونكى په وړيا توګه روزنه نه وركوي خو زما په لاس كې مالي امكانات نشته.

دا په دولت خصوصا د ښځو چارو پر وزارت غږ كوي چې د نرسانو او ډاكټرانو د روزنې په برخه كې دې دغه ولايت ته د ضرورتونو پر بنا مرسته وكړي.

د ښځو چارو مشره وايي ددغه کار له تر سره کولو څخه ددوې موخه دا ده چي د پنځوسو څخه تر شپيتو پوري ښځي وروزي څو هغوي خپلو سيمو او کليو ته په ستنيدو سره وکولاي شي د مور او ماشوم د مړيني د کچي د راټيټولو په هيله نورې ښځې  وروزي .

په زابل ولايت کي د يوناما د ساحوي دفتر چارواكي بيا وايي چې له تېره څو كلونو راپديخوا د زابل ولايت ارغنداب،دايچوپان،شهرصفا،او اتغر په ولسواليو كې هيڅ ډول روغتيائي مرکز وجود نلري چي لدي کبله خلګ له سختو ستونزو سره پدي برخه کي لاس او ګريوان دي.                      

 
 خبريال : سيداحمد حيران
اديټر     : صديقي

اندازه متن : [ بزرگتر ] [ کوچکتر ]
تعداد بازديد : 132
نسخه مناسب چاپ
ارسال به یاهو مسنجر
ارسال به ديگران »

دیگر عناوین :
درجنگها وبمباردمان بادغيس؛٢٣تن كشته شدند
اتمر؛دښارله واټونو څخه خنډونه لرې کوي
جنرال علیشاه پکتیاوال مورد بازپرس قرار گرفت
افغانستان؛ازيک نشست ملل متحد ميزبانى مى کند
امريکا؛ ٤٠٤ مليون دالربه آسيب ديده گان کمک نموده است
شوراى ملى خواهان محاکمه عاملين حادثه ١٥ عقرب شد
نيروهاى ائتلاف دهها تن را در يک عروسى کشته وزخمى کردند
دامريکاپه تاريخ کې لمړنى تورپوستى ولسمشر
پروسه ثبت نام رای دهي انتخابات در شمال کشور آغاز يافت
مسؤلين امنيتى درهرات از كارشان بركنار شدند