وخت خبري آژانس
ننګرهار – بهسود
دغبرګولي ١٥ مه
دننګرهار ولايت په دريېو لسواليو کې به دکليوپراختيااو بيارغاونې رياست د يومليون امريکايي ډالروپه مالي لګښت سره د استنادي ديوالونو 27 پروژو کار به په نږدې راتلونکيو کې پيل شي چې دهغو په لړ کې نن د بهسودو په ولسوالۍ دلمړنۍ پروژې کارپيل شو.
دننګرهارولايت کليوپراختيا اوبيارغاونې رئيس انجنيراحمدولي حکمي وخت خبريال ته وويل: (( د دننګرهارپه ولايت کې د استنادي ديوالونو د ٢٧ پروژو څخه لمړنۍ پروژه وه چې پيل شوه. ))
دده په وينا چې د روانو درېيو مياشتو په اوږدو کې به نورې پروژې هم په لاره واچول شي.
حکمي وويل چې داستنادي ديوالونو نورې پروژې به دکامې ، لعل پورې اوګوشتي په ولسواليو کې چې دانکشافي شوراګانولخوا په ګوته شوې دي دکليوپراختيااو بيارغاونې رياست په لاره واچول شي.
ده وويل چې دغه استنادي ديوالونه به دکابل او کنړسيندونوپه اوږدو کې ورغاول شي چې له کبله به يې کرهڼيزې ځمکې او دهستوګنې کورونه د اوبو له زيانونو څخه خوندي وساتل شي.
دحکمي په وينا ددغو ټولوپروژو مالي لګښت به يومليون امريکايي ډالره وي او دکليوپر اختيا اوبيارغاونې رياست لخوا به ورکړل شي.
دحکمي د وينا له مخې به دغه پروژې د روان کال ترمني پورې بشپړې شي.
ديادونې وړ ده چې تېر دوبى هم دبهسودو ولسوالۍ نرماسۍ سيمه دکابل سيند دسرکشوڅپو تر بريد لاندې راغله چې له امله يې په لسګونو کورنيو ته زيان واووښت.
خبريال : طاهرساپى