سایت خبری وخت
Wednesday June 4, 2008

دخوست ځانمرګي بريدکې ٢٤تنه مړه اوټپيان شول

وخت خبري آژانس

خوست – ځاځي ميدان

د غبرګولي ١٥ مه

 

دخوست ولايت دځاځي ميدان ولسوالۍ اداري انګړته څيرمه چې نن کوم ځانمرګى بريد وشودځينو سرچينو په حواله تر دې دمه ٢٤ تنوته مرګ ژوبله اووښتې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې نن دکورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا خپره شوې ده په هغې کې راغلي دي چې پدغه ځانمرګي بريد کې ٢٣ تنه ټپيان شوي دي چې ٤ تنه يې پوليس او ١٩ تنه ملکي وګړي دي.

په خبرپاڼه کې دسيمې دخلکو په وينا ويل شوي چې چاودنه ډيره زوره وره وه چې ولسوالۍ ته نږدې ملکي خلکو کورونو ته يې زيان اړولى دى.

دخوست والي وياند خيبرپښتون بياوايي چې پدغه ځانمرګي بريدکې يوازې څلور تنه چې دوه يې پوليس او دوه نور يې ملکي وګړي دي ټپيان شوي دي.

په سويل لويديځ ولايتونو کې دوسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دبريد پړه په غاړه اخلي او وايي چې ځانمرګى بريدکوونکى عزېزالرحمن نوميږي او د خوست ولايت اوسيدونکى دى.   

طالب وياند وايي چې بريدکوونکي يونيم زر کيلوګرامه چاوديدونکي توکي په يوه پراډو ډوله موټر کې ځاى پرځاى کړي ؤ چې د ځاځي ميدان ولسوالۍ اداري انګړ ته په ننوتو يې له ځان سره يوځاى چولي دي.

نوموړي ادعا وکړه چې پدغه بريد کې ترپنځوسو زيات کسان مړه او ټپيان شوي دي.

ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې په بريد کې يې کورنيو اوبهرنېو ځواکونوته مرګ ژوبله اړولې ده .

پښتون بيا يوازې دڅلوروتنو دټپي کيدو خبره مني.  

دپښتون په خبره له چاودنې وروسته يې دوه تنه شکمن کسان دځانمرګي بريدکوونکي د لارښودونکو په تور نيولي دي.

بل خوا دخوست ملکي روغتون ډاکټران وايي چې تر دې مهاله يې دغه روغتون دپيښې له ځاى څخه يومړى او ١٧ تنه ټپيان راوړل شوي دي.

د ډاکټرانو په وينا دټپيانو له ډلې څخه دځينو روغتيايي حالت د انديښنې وړ ده .

له سيمې څخه ځايي اوسيدونکي بيا وايي چې چاودنه ډيره زوره وره وه او دنږدې کورونو ښيښي ورماتې کړې دي ددوى په خبره چې په چاودنه کې د ولسوالۍ دانګړيوه برخه او دجومات چت ناست دى.  

ځاځي ميدان ولسوالۍ که څه دخوست ولايت سرحدي ولسوالۍ ده او دپاکستان کرمې ايجنسۍ ته څيرمه پرته ده خو بيا هم دخوست ولايت په کچه تر ټولو آرامه سيمه ده.

دځايي چارواکو په وينا دالمړى ځل دى چې پدغه سيمه کې ځانمرګى بريد ترسره کيږي.

په همدې توګه نن له غرمې وړاندې شاوخوالس بجې دکندهار سپين بولدک د لويې لارې په اوږدوکې هم پر بهرنيو پوځيانوباندې يو ځانمرګى بريد ترسره شو چې دچارواکوپه وينا دوه ماشومان ووژل شول،خودبهرنيو پوځيانو دمرګ ژوبلې په اړه بې خبري ښيي. 

 

خبريال : الهام خوستى

اديټر    : صديقي
 



پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/news/004519.php