وخت خبري آژانس
کندهار- سپين بولدک
د غبرګولي ١٥ مه
دکندهار سپين بولدک دلويې لارې په اوږدو کې د سپين بولدک بازار ته څيرمه د ووت په سيمه کې نن سهارد لس بجو په شاوخوا کې دائتلافي ځواکونو پرپوځي کتار باندې يوځانمرګى بريد شوى چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
دسرحدا لوا قوماندان جنرال سيف الله حکيم دچاودنې دپخلي ترڅنګ وايي چې دغه چاودنه ديو سرف ډوله موټر په وسيله ترسره شوې ده او له امله يې دوه تنه ماشومان چې دچاودنې سيمې ته نږدې په لامبو بوخت ؤ وژل شوي دي.
نوموړى وايي داچې سيمه دا مهال د ائتلافي پوځيانو لخوا کلابنده شوې دپوځي تلفاتو په اړه مالومات نه لري.
همدا منبع وايي دپيښې له ځاى څخه له يوه سرف ډوله موټر څخه دود او لمبې پورته کيږي چې ښايي چې ځانمرګي بريدکوونکي به له همدې موټر څخه په بريد کې کار اخيستى وي.
حکيم وايي چې دا لا څرګنده نه ده چې دغه پوځيان دکوم هيواد او چيرته تلل.
دا پداسې حال کې ده چې تېره ورځ هم دکندهار ښارژيړۍ ولسوالۍ کې دکاناډايي ځواکونو يوسرتيرى دماين دچاودنې له امله ووژل شو چې دا دکاناډايي پوځيانو دماموريت له پيل نه ٨٤ سرتيرى دى چې وژل کيږي.