دغه ورځ نن دهلمند په ولايت كې پداسې حال کې لمانځل كيږي چې ددغه ولايت زده كوونكي دخپلې کلنۍ آزموينې په ورکړه بوخت دي.
دهلمندوالي محمدگلاب منگل نن د دغې ورځې په درناوي ددغه ولايت له بيلابيلوښوونځيو څخه ليدنه وکړه، د ښوونکو او زده كوونكو حالت يې له نږدې څخه وليد.
ښاغلي منگل په هغه غونډه كې هم گډون وکړ چې له همدې امله دلښكرگاه ښارپه نسوان ليسه كې جوړه شوې وه.
منګل دخپلې ويناپه ترڅ كې ښوونكوته ډاډوركړچې زه به پدې ولايت كې دمعارف دکچې دلوړاوي په برخه كې ترخپل وسه هڅې وكړم .
که څه هم ښوونكي ددغې ورځې دلمانځلو نه خوښ ؤ ؛ خو له بلې خوا يې دتنخواګانو له کمښت نه ناخوښ او شکايت کولو.
عبدالستارخان چې دامهال دهلمند ديوه ښوونځي ښوونكى دى وايي چې په دې ولايت كې ښوونكي له ډيروستونزوسره لاس اوگريوان دي .
هغه وويل چې له يوې خواددولت وسلوالو مخالفينو له گواښونوسره مخ دي بلې خواتنخواوې دومره كمې دي چې ديوې كوچنۍ كورنۍ چاره هم نه ورباندې كيږي.
نوموړي زياته كړه چې دزده كوونكودښې زده كړې لپاره لابراتواراونورداسې درسي توكي چې بايدپه دې پړى كې زده كوونكي ورباندې پوه كړل شي نشته.
همدارازاحمدجاويدهم يوله هغه ښوونكوڅخه دى چې په لښكرگاه ښاركې دزده كوونكوپه روزنه بوخت دى هغه وويل چې دولت بايدترټولومخكې نه يوازې په هلمندكې بلكې په ټول هيوادكې معارف ته وده وركړي اوپه دې برخه كې ټولې هغه مرستې چې دمعارف لپاره كيږي ولگوي ترڅوزموږټولنه دبيسوادى څخه وژغورل شي.
په هلمندكې دښوونكي ورځ په داسې حال كې لمانځل كيږي چې په دې ولايت كې دامهال ۱۲۸بابه ښوونځي ددولت دمخالفينولخواياخوسوځول شوي اوياهم دزده كوونكوپرمخ تړل شوي دي.
خبريال : نعمت الله زهير