سایت خبری وخت
Saturday May 10, 2008

ننگرهار مارکو کې دخلکو لاريون باندې ډزې ٢ کسه وژل شوي ٥ ټپيان دي
وخت خبري اژانس
دغوايى ٢١مه
ننگرهار- مارکو
 

دغه دوه کسه هغه مهال دننگرهار په مارکو سيمه کې ووژل شول چې دسيمې پوليسو په قهرجنو لاريون کونکې ډزې وکړې.

دغه لاريون کونکي نن سهار شپږ بجې دمارکو بازارگي ته ددرې جنازو سره راوتلي او ددولت نه يې دقاتلينو محاکمه اود نيول شوېو کسانو خوشې کولو غوښتنه کوله.

وژل شويو درې کسانو کې دوه کوچني ماشومان او دهغوى ١٠٠ کلن نيکه شامل وو، چې بيگا شپه دخړې فارم په سيمه کې چې دماکو نه ٢٠٠ متره فاصله لري دامريکايى ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي وو.

دسيمې نه يوه عينى شاهد حيات الله وخت خبري اژانس ته وويل:((دپوليسو په ډزو کې دوه کسه وژل شوي او ٥ نورټپيان دي.))

حيات چې مظاهره يې له نږدې څارلې وخت ته وويل:((دمظاهره کونکيو شمير نږدې ٢٥٠٠ کسان وښودل))

دهغه په وينا مظاهره کونکيو د ونو په راغورزولو لاره بنده کړې په سل گونو موټر دسرک دواه خواوو ته ولاړدي.هغه زياتوي چې بريد کونکي پوليس دحکومت له خوا نيول شوي دي.

يو بل عينى شاهد ( عارف خان شينوارى) وخت خبري اژانس ته وويل:((دپوليسو په ډزو کې څلورتنه وژل شوي او درې تنه ټپيان دي.))

دهغه په وينا حمله کونکي پوليس لاتراوسه په خپلو تاڼو کې وسله په لاس ناست دي.

دهغه په وينا تر ٣٠٠٠ پورې قهرجن لاريون کونکي لاتراوسه دمارکو په سيمه کې پرسرک موجود اد نيول شويو کسانو دخوشې کولو غوښتنه کوي.

عينى شاهدانو په وينا لاريون کونکو ته دمومندو، غني خيلو او او لالپورې اوسيدونکيو لويه جوپه يوځاى شوې او که يې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويل شي ښايى لمن يې نورو سيمو ته هم پراخه شي.

 دسيمې يوه اوسيدونکي عارف شينوارى وخت خبرى اژانس ته وويل:((هيڅو ک ددغسې بې گناه خلکو سره مرسته نه کوي، دننگرهار چارواکې ددغې ستونزې په حل کې پاتې راغلي.))

دعينى شاهد حيات الله په وينا لاريون کونکيو مشرانو ته دننگرهار چارواکو له خوا ترصبا سهار ٨ بجو پورې وعده ورکړل شوې چې دهغو نيول شوي کسان به دايتلاف له خوا خوشي شي.

 
خبريال حيات الله او طاهر ساپى
اډيټر: صديقى



پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/news/004056.php