ائتلافي ځواکونو تېره شپه د شينوارو غني خيلو ولسوالۍ د مارکو سيمې په دوه سوه متري کې دخړې فارم په کلي کې د سيمې دتصفيوي عملياتو په ترڅ کې ديوې کورنۍ ٣ تنه غړي وژلي او ٦ تنه نور يې ژوندي له ځان سره بيولي دي.
د سيمې يو تن اوسيدونکى قسمت خان د وخت خبري آژانس ته د تيلفون پر کرښه ويلي چې په وژل شويو کې دوه تنه ماشومان او يو سپين ږيرى شامل دي چې په نيمايى شپه په خپل کورکې کې وژل شوي دي.
دسيمى يو بل اسيدونکي حيات الله و خت خبري اژانس ته وويل:((دواړه ماشون يو ٩ کلن او بل ١١ کلن دي چې ويده وه دهغوى نيکه سره يوځاى چې دتهجد پرلمانځه ولاړ وو ووژل شول.))
دحيات الله په وينا وژل شوى سپن ږيرى ١٠٠ کلن حاجي گل مير ددولت مخالفينو سره هيڅ تړاو نه لاره، او په دوه کوچنيو ماشومان هم دتروريست تورنشي لگيدلاى.
د همدې منبعې په حواله چې ائتلافي ځواکونو د کور پر اوسيدونکو باندې مخامخ ډزې کړې دي.
دا چې دغو ځواکونو پر دغه کور باندې ولې بريد او عمليات کړي په اړه يې لا تر دې دمه د د نوموړيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر او وياندويانو څه ندي ويلي .
پداسې حال کې ده چې دوه ورځې دمخه (پنجشنبې پر ورځ) هم دائتلاف پوځيانو د مومنددرې سيمې پر بزګرانو باندې ډزې کړې چې له امله يې يو شمير بزګران مړه او ټپيان دي .