سایت خبری وخت
Tuesday May 6, 2008

د کندهار ښار په دريېمه ناحيه کې بمي چاودنې ٧ تنه ټپيان کړل
وخت خبري آژانس
کندهار – کابل دروازه
د غوايي ١٧ مه
 

د کندهار ښار دريېمې ناحيې د کابل دروازې په سيمه کې نن سهار يوه بمي چاودنه شوې چې له امله يې ٦ تنه ملکي او نظامي کسان ټپيان شوي دي .

د کندهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سيداغا ثاقب د وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل : (( چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې په يو بايسکل پورې تړلي چاوديدونکي توکي له سيمې څخه تيريدونکي د پوليسو پر موټر باندې وچاوديدل . ))

د ده په وينا په پيښه کې درې پوليس او درې تنه عام وګړي ټپيان شوي دي چې د درملنې لپاره روغتون ته وليږدول شول .

ثاقب وايي چې د پيښې په تړاو يې لا تر اوسه څوک نه دي نيولي خو د موندنې په موخه يې پلټنې روانې دي .

ده دا هم وويل چې چاودنه د پوليسو د حملې پر هغه موټر تر سره شوې چې د پوليسو د اکاډمۍ پوځي مامورين يې دغه ځاى ته ليږدول .

له سيمې څخه بيا عيني شاهدانو د وخت خبري آژانس خبريال ته ويلي چې په چاودنه کې د درې پوليسو او درې ملکي نارينه ؤ سربيره يوه ښځه هم ټپي شوې ده ، خو ثاقب دنوموړې ميرمنې د ټپي کيدو په اړه بې خبري وښوده .

د يادونې وړ ده چې د چاودنې پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخيستې ، خو ډيرى ددغه پيښو پړه بيا وسله وال طالبان په غاړه اخلي .

دا لمړنۍ پيښه نه ده چې دکندهار ښار په دريېمه ناحيه کې رامنځته کيږي له دې وړاندې په همدې سيمه کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د آنتن ستنه د بم په چاودنه کې الوتې وه .

 
خبريال : نثار جمال
اديټر    : صديقي



پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/news/003977.php