د خوست ولايت امنيتي مسئولين وايي چې نن ورځ يې په دوه بيلابيلو عملياتو کې دوه بهرني جاسوسان نيولي دي .
د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند وزيربادشاه وخت خبريال ته وويل : (( له نيول شويو څخه يو تن چې ايرانى تبعه دى د اسمعيل خيلو او مندوزيو په ولسوالۍ کې نيول شوى او بل تن چې پاکستانى تبعه دى د تڼيو په ولسوالۍ کې نيول شوى دى . ))
نوموړى وايي چې ايراني جاسوس په خپلو کړنو اعتراف کړى او وايي چې دى د ايران دولت لخوا خوست ولايت ته د جاسوسۍ لپاره راليږل شوى ؤ تر څو د خوست ولايت نقشه او کوروکي له ځان سره واخلي .
وزير بادشاه زياته کړه چې بل نيول شوى د پاکستانى هيواد د کراچۍ ښار اوسيدونکى دى او دلته د تروريستي ډلې څخه پاتې شوى دى .
نوموړى وايي چې دواړه جاسوسان زلميان دي او عمرونه يې د ٢٦ او ٢٧ کلونو په شاوخوا کې دى .
دا پداسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې يو تن روسى تبعه چې له پاکستان څخه د پکتيا ولايت ته راغلى ؤ د امنيتي ځواکونو لخوا د ښځو په جامه کې نيول شوى ؤ .