Monday May 5, 2008
خوست کې يو ايرانى او يو پاکستانى جاسوس ونيول شو وخت خبري آژانس
خوست – اسمعيل خيل
د غوايي ١٦ مه
د خوست ولايت امنيتي مسئولين وايي چې نن ورځ يې په دوه بيلابيلو عملياتو کې دوه بهرني جاسوسان نيولي دي .
د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند وزيربادشاه وخت خبريال ته وويل : (( له نيول شويو څخه يو تن چې ايرانى تبعه دى د اسمعيل خيلو او مندوزيو په ولسوالۍ کې نيول شوى او بل تن چې پاکستانى تبعه دى د تڼيو په ولسوالۍ کې نيول شوى دى . ))
نوموړى وايي چې ايراني جاسوس په خپلو کړنو اعتراف کړى او وايي چې دى د ايران دولت لخوا خوست ولايت ته د جاسوسۍ لپاره راليږل شوى ؤ تر څو د خوست ولايت نقشه او کوروکي له ځان سره واخلي .
وزير بادشاه زياته کړه چې بل نيول شوى د پاکستانى هيواد د کراچۍ ښار اوسيدونکى دى او دلته د تروريستي ډلې څخه پاتې شوى دى .
نوموړى وايي چې دواړه جاسوسان زلميان دي او عمرونه يې د ٢٦ او ٢٧ کلونو په شاوخوا کې دى .
دا پداسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې يو تن روسى تبعه چې له پاکستان څخه د پکتيا ولايت ته راغلى ؤ د امنيتي ځواکونو لخوا د ښځو په جامه کې نيول شوى ؤ .
خبريال : ساحل منګل
اديټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 125
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : خوست کې يو ايرانى او يو پاکستانى جاسوس ونيول شو خبازان از ارد که دولت دراختیارانها قرار میدهد راضی نیستند خوست کې دنجونو او هلکانو دوه نوي ښوونځي پرانستل شول چهارونیم سال وقت وملیون ها دالرنیاز است تا مشکل برق کشور حل گردد يوې چاودنې کابل کې پنځه تنه مړه او ټپيان کړل مریضداران : اکثرا" مریضان ما در شفاخانه ها به علت نبود ادویه عاجل میمیرند انفجارمواد منفجرناشده، مجسمه بودارا تکان داد در کابل؛ از منزل یک افسر پولیس مقداری سلاح و مهمات بدست امد کنړسيند د استنادي ديوالونو د نشتوالي له کبله هر دوبى سلګونه جريبه کرهڼيزې ځمکې لاهو کوى کنړ کې د بريښناکوټونو دجوړيدو ټول امکانات او وسايل شته خو دولت ورته پام نه کوي