چاودنه نن سهار د هيواد مرکز کابل ښار د پنځمې ناحيې د کابل پولتخنيک ته څيرمه په يوه نړيدلي پخواني کور کې د پخوانيو جګړو څخه پاتې چاوديدونکو توکو له کبله رامنځته شوې ده . د کابل زون د جنايي تحقيقاتو مدير مل پاسوال علي شاه پکتياوال د وخت خبري آژانس خبريال ته د يادې شوې چاودنې په اړه وويل : (( يو شمير ماشومانو د هاوان له ناچاودې سرګلولې سره چې د تنظيمي جګړو را وروسته د سيمې په يوه نړيدلي او پخواني کور کې پاتې وه لوبې کولې چې سرګلوله پرې وچاوديده . ))
پکتياوال وايي چې پدغه چاودنه کې يو تنکى ځوان او دوه ماشومان مړه شوي او دوه تنه ماشومان ټپيان شوي دي .
د پيښې قربانيان ټول د سيمې د اوسيدونکو ماشومان دي چې له سرګلولې سره په لوبو بوخت ؤ .
د پکتياوال په وينا ټپيان يې د درملنې لپاره روغتون ته ليږدولي دي چې د صحي چارواکو په وينا يې روغتيايي حالت ښه ښودل شوى دى .
دغه چاودنه پداسې حال کې رامنځته کيږي چې دغه ساحه د ماين پاکۍ د موسسو لخوا له ماينونو او ناچاودو توکو څخه پاکه ساحه اعلان شوې ده .
خبريال : خواجه عبدالبصير فطري