سر خط اخبار     

In English
- 2009-08-29 15:04 Embassy Statement on Elections Process
WNA) Aug 29 : Embassy Statement on Elections Process
- Suicide Attack in Eastern Afghanistan wounded six civilians
(WNA) March 1, 2009 – Nangarhar: A suicide attack on Jalalabad-Torkhum highway next to the Army crops headquarter entrance in the capital city of Jalalabad went today and caused injuries to six civilians, an official said.
- Cheshti International Seminar, Holds in New Delhi
New Delhi- INDIA 21 February, 2009: (WNA) Two days International Seminar on Khwaja Moin-u-ddin Cheshti was inaugurated today in Jamia Millia Islamia of New Delhi
- Cheshti International Seminar, Holds in New Delhi
New Delhi- INDIA 21 February, 2009: (WNA) Two days International Seminar on Khwaja Moin-u-ddin Cheshti was inaugurated today in Jamia Millia Islamia of New Delhi
- Nabi inspires Afghanistan to fourth successive victory
Kabul -- 08 Oct,2008 (Wakht News Agency): Nabi inspires Afghanistan to fourth successive victory .Mohammad Nabi was once again the hero for Afghanistan when he helped his side take a step closer to the ICC Cricket World Cup 2011with an excellent all-round performance in Dar Es Salaam on Wednesday.
- Japanese kidnapped engineer was found dead in Eastern Nangarhar Province
NANGARHAR- 27 August 2008(Wakht News Agency): His body was found in a mountainous area, outside of Khewa District of Eastern Nangarhar Province, after being reportedly being kidnapped around 6:30 am local time on August 26.
- 24 Civilians Killed in Nato-Led Operation in Eastern Afghanistan
MAHTARLAM] At least 24 civilians, including women and children, were killed during a NATO-led International Security Assistance Force (ISAF) raid in the mountainous areas of Mahtarlam, capital of Eastern Laghman province, according to local residents
- HIV risks are high in Afghanistan
KABUL (Wakht News Agency): The prevalence of HIV is low in Afghanistan, but the potential risk factors for the spread of the disease remains high, the Public Health Ministry said in statement on Monday.
- A School head masters assassinated in Jowzjan province
JAWZJAN-(Wakht News Agency): Shir Nazar, the head-master of (Menlay) school was gun down in Faizabad district of Jawzjan province, when he was on the way to his home, by unidentified gunmen on motorbikes, said an official.
- MEW officials: 24 hours electricity will be restored to Kabul
KABUL- (Wakht News Agency): Islamic Republic of Iran donated two new solar energy supplier machines with a capacity of 50 Megawatt (MW), to Kabul Water and Energy department, said an official here on Monday.
Saturday May 3, 2008
کنړسيند د استنادي ديوالونو د نشتوالي له کبله هر دوبى سلګونه جريبه کرهڼيزې ځمکې لاهو کوى

وخت خبرى آژانس

دکنړ ولايت

د غوایی 14 مه

 

دکنړ ولايت دنرنګ ولسوالۍ دبرنرنګ دکلي يو اوسيدونکى پنځوس کلن ملک نادر   وايي د کنړبهانده سيند د اوبو د ډيرو له کبله د کليوالو په سلهاؤ جريبه ځمکه د ځان سره وړيده.

نوموړى وايي چى تيرکال يې په خپله سيمه کې دڅلور جريبه په ساحه کى کوړ جوړ کړ اوس د اوبو د ډيريدو له ګواښ سره مخ دى .

دهمدغى سيمى يو بل تن اوسيدونکى پنځه ويشت کلن تسبيح الله وايي چى ما تير کال په خپله ځمکه څلويښت زره روپى ولګولى او وربشى مى پکې کرلى وې کله چى يي دحاصلاتو وخت راورسيده دکونړ سيند اوبو زياتې او زما پر ځمکو راوخوت او دتل لپاره يې له ځان سره يوړې .

 دغه راز دهمدغى ولسوالي دکوټکى دکلى يو تن اوسيدونکى حاجى عطاء الله وايي چى دکوټکى دکلى ديو شمير خلکو ځمکى دکونړسيند ته څيرمه پرتې دى.

 دوي وايي چى پنځه جريبه کرهڼيزه ځمکه يي سيند له ځان سره وړى او دنورو کلى والو لسګونه جريبه ځمکه يي هم کونړ سيند له مينځه وړى ده .

دوي دا هم وويل چى دځمکو دوړلو تر څنګ يې کورونو ته داوبو د راجګيدو له کبله زيان اووښتى دى او يو شمير کورونه ويجاړ شوي او ډيرى کرهڼيزې ځمکى او کورونه يي دسيند داوبو دګواښونو سره مخامخ دى.

 دکنړ ولايت دکرهنى اومالداري رئيس انجنير محصل خان فتوحى دا خبره منى چى دکنړ سيند اوبو د دغه ولايت په بيلا بيلو ولسواليو او سيمو کى په سلګونه جريبه کرهڼيزې ځمکى اوکورونه له ځان سره وړې دي او خلکو ته يې بيشميره زيان اړولى دى .

 دوى وايي چى هر کال د دوبى په موسم کى دکنړ سيند اوبه پراخه ډيروالى کوى او سيند ته څيرمه ځمکى اوکورونه يا له مينځه وړى اويا يي له ګواښ سره مخامخ کيږى.

 دکنړ د يوى بلى ولسوالۍ ناړۍ اوسيدونکى څلويښت کلن محمد غوث بيا وايي چى دکنړ سيند سر بيره داورښتونو له امله په ځينو غرنيو درو کى خونړي سيلابونه راوځى چى له امله يې دخلکو کورونه ځمکى اوڅاروى له مينځه وړل شويدى.

 دوى وويل چى دنن څخه څلور کاله وړاندى دناړۍ ولسوالۍ دساو خوړ په غرني سيمه کى دسيلابونو دراوتو له امله د سلګونه جريبه ځمکو اويو شمير کورونو دويجاړيدو تر څنګ ديوى کورنى څو تنه دسيلاب داوبو نه دژغورلو په وخت ووژل شوو.

 خو دکونړ ولايت دچاپيريال ساتنى رئيس نجيب الله کونړى بيا وايي چى دکونړ ولايت زياتره ځنګلونه دخپل منځى شخړو پر مهال په بي رحمى سره له منڅه تللى او زياتره خونړى سيلابونه له همدى امله رامنځ ته کيږى.

 نوموړى وايي که چيرې خلک د سيلاونو له شره ځان خلاصول غواړي نو خلک دې ځنګلونه نه وهى ، ونى او بوټي دې کينوى چى دخونړى سيلابونو دراوتو مخه پرې ونيول شي .

بل خوا دکونړ ولايت دکلو پراختيا او بيارغاونې رئيس انجنير محمد جعفر جبارخيل وايي : ((دکنړ سيند ډير ګواښونه دخلکو ځمکو اوکورونو ته پيښ کړى.))

 دى وايي چى په زياتره سيمو کى يي دخلکو دځمکو او کورونو دژغورنى دپاره استنادى ديوالونه جوړ کړى او زياتوي چى دا ورته ډيره ګرانه ده چى د شاوخوا درې سوه کيلو مترو په اوږدوالي سيند څنګ ته څيرمه ځمکو اوکورونو ته دى استنادى ديوالونه جوړکړي .

دوي هيله وښوده چى دوخت په تيريدو سره به دکنړ سيند ته دڅيرمه کورونو اوځمکو ته دخطرونو دمخنيوى په برخه کې د حل لارې چارې ولټوي .

 دکنړ دسرې مياشتې رئيس حبيب الرحمن ماموند وايي : ((  زموږ ادارې له يو شمير زيان من شويو کورنيو سره د يو اندازه مرستى کړى خو په دومره کچه نه دى چى دزيان منو شوو خلکو اړتياوى پوره کړى شي . ))

 دوى هيله وښوده چې دزيان منو شويو خلکو سره دلازياتو مرستو په لارو چارو غور کوى.

خبريال : د نړيوال ژورناليزم د مرکز د عامه اړيکې او رسنۍ د ورکشاپ گډون وال محمد ناصرملنګزى

اديټر     : صديقي

اندازه متن : [ بزرگتر ] [ کوچکتر ]
تعداد بازديد : 156
نسخه مناسب چاپ
ارسال به یاهو مسنجر
ارسال به ديگران »

دیگر عناوین :
د خوست په دوه ولسواليو کې څلورو ښوونځيو ته ٧ نوې ودانۍ جوړې شوې
حمید زاده: تابه حال ازسوی حکمتیار درخواست صلح نشده است
عده ی از ژورنالستان بلخ مدعی خشونت علیه خود اند مگرمقامات آنرا ردمیکنند
د کنړ مرکز د اسعدآباد ښار چاپيريال پاکونې ته اړتيا لري
د کنړ معارف د ښځينه ښوونکو ، درسي کتابونو ، ودانيو او مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دى
محصلین افغان درکشورهندوستان حایز مقام اول شده اند
د کندهار ښار په دريېمه ناحيه کې بمي چاودنې ٧ تنه ټپيان کړل
خوست کې يو ايرانى او يو پاکستانى جاسوس ونيول شو
خبازان از ارد که دولت دراختیارانها قرار میدهد راضی نیستند
خوست کې دنجونو او هلکانو دوه نوي ښوونځي پرانستل شول