سر خط اخبار     

In English
- 2009-08-29 15:04 Embassy Statement on Elections Process
WNA) Aug 29 : Embassy Statement on Elections Process
- Suicide Attack in Eastern Afghanistan wounded six civilians
(WNA) March 1, 2009 – Nangarhar: A suicide attack on Jalalabad-Torkhum highway next to the Army crops headquarter entrance in the capital city of Jalalabad went today and caused injuries to six civilians, an official said.
- Cheshti International Seminar, Holds in New Delhi
New Delhi- INDIA 21 February, 2009: (WNA) Two days International Seminar on Khwaja Moin-u-ddin Cheshti was inaugurated today in Jamia Millia Islamia of New Delhi
- Cheshti International Seminar, Holds in New Delhi
New Delhi- INDIA 21 February, 2009: (WNA) Two days International Seminar on Khwaja Moin-u-ddin Cheshti was inaugurated today in Jamia Millia Islamia of New Delhi
- Nabi inspires Afghanistan to fourth successive victory
Kabul -- 08 Oct,2008 (Wakht News Agency): Nabi inspires Afghanistan to fourth successive victory .Mohammad Nabi was once again the hero for Afghanistan when he helped his side take a step closer to the ICC Cricket World Cup 2011with an excellent all-round performance in Dar Es Salaam on Wednesday.
- Japanese kidnapped engineer was found dead in Eastern Nangarhar Province
NANGARHAR- 27 August 2008(Wakht News Agency): His body was found in a mountainous area, outside of Khewa District of Eastern Nangarhar Province, after being reportedly being kidnapped around 6:30 am local time on August 26.
- 24 Civilians Killed in Nato-Led Operation in Eastern Afghanistan
MAHTARLAM] At least 24 civilians, including women and children, were killed during a NATO-led International Security Assistance Force (ISAF) raid in the mountainous areas of Mahtarlam, capital of Eastern Laghman province, according to local residents
- HIV risks are high in Afghanistan
KABUL (Wakht News Agency): The prevalence of HIV is low in Afghanistan, but the potential risk factors for the spread of the disease remains high, the Public Health Ministry said in statement on Monday.
- A School head masters assassinated in Jowzjan province
JAWZJAN-(Wakht News Agency): Shir Nazar, the head-master of (Menlay) school was gun down in Faizabad district of Jawzjan province, when he was on the way to his home, by unidentified gunmen on motorbikes, said an official.
- MEW officials: 24 hours electricity will be restored to Kabul
KABUL- (Wakht News Agency): Islamic Republic of Iran donated two new solar energy supplier machines with a capacity of 50 Megawatt (MW), to Kabul Water and Energy department, said an official here on Monday.
Saturday May 3, 2008
کنړ کې د بريښناکوټونو دجوړيدو ټول امکانات او وسايل شته خو دولت ورته پام نه کوي
وخت خبرى آژانس
دکنړ ولايت
د غوایی 14 مه
 

کنړيان له دولت څخه سرټکوي چې پدغه ولايت کې د بريښنا دتوليد د امکاناتو او منابعو د شتون سره سره د دوى لپاره بريښنا کوټ نه رغاول کيږي .     

کنړ د هيواد په ختيځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى دبريښناېې کار پوهانو په وينا بهيدونکى سيند يې دسلګونو ميګا واټه بريښنا دتوليد توان لري چې نه يوازې کنړ بلکې دافغانستان ډيرو نورو سيمو ته بريښنا ورکولى شي .

د کنړ اوسېدونکي وايي ، دوې له هر لوړ پوړي چارواکې چې کونړ ته راغلی په سر کې پر همدې سين دبريښنا کوټ دجوړيدو غوښتنه کړې ان له ولسمشر حامد کرزي څخه يې  هم ورته غوښتنه کړې ؛ خو پدې برخه کې لا تر اوسه هيڅ هم ندي شوي .

دکونړ يو اوسېدونکی سميع الله ((تړون))نه يواځې دبريښنا کوټ دجوړيدو غوښتنه کوي بلکې داوبو او بريښنا وزير اسماعيل خان پر دې پړ ګڼي چې دبهرنيو ملکونو نه دبريښنا د راوړلو پر ځاېې ولې پر دې سين بند نه جوړوي چې ټوله ګټه په کور کې پاتې شي.

نوموړى وايي : ((داوبو او بريښنا وزير نه کونړ ته راغلی اونه ېې دا اوبه ليدلې دي ، که دې تعصب نه کوى او دکونړ اوبه وګوري بيا ددې اړتيا نشته چې له بهرنه برق را وارد کړو ، بلکې مونږ به خپله بريښنا پر نورو وپلورو .))

دى وايي چې اسماعيل خان ددې پر ځای چې افغانستان او خلکو ته ېې ګټه ورسوي نورو ته رسوي .

عبدالواحد يوبل کنړى چې دتيلو بوشکه ورسره ده وايي هره ورځ دڅلور پنځه سوو افغا نيو ډيزل اخلم .

 دې وايي که برق واى نه يوازې اقتصادي ګټه به يي کړې وای دهوا دککړتيا مخه به  هم نيول شوې وای.

 نوموړى وايي : ((زه هره ورځ لږ تر لږه لس ليټره ډيزل اخلم ،په دې ډېرې پيسې لګي ،اوکله چې جنراتور خراب شي بيا يي وړل اوجوړول هم اسانه نه دی ،موږ اوبه لرو خو هسې بهيږي . ))

دلته خلک بريښنا ته نه يوازې دکورونو د رڼولو لپاره اړتيا لري بلکې وايي له بريښنا پرته اقتصادي وده هم نا شونې ده.

 نظام الدين چې په کنړ کې د کنګل جوړولو کارخانه لري وايي : (( يوه د يخ جوړولو فابريکه لرم چې پر ډيزلي جنراتور چليږي خو لدې کبله چې زيات لګښت پرې راځي په لوړه بيه يې پلورو خو خلک يې په لوړه بيه نه اخلي ، اوس دېته اړ يم چې کارخانه مې وتړم .))

اوس چې په افغانستان کې ګرځنده ټلفونونه مخ پر زياتيدو دې ،او دچارجولو لپاره برق ته اړتيا شته ، موږ يې په بطرۍ سره چارجوو ، هغه هم کله چارج اخلي او کله هم نه اخلي، دا کار مو په د ژوند پر چارو او کارو بار باندې ناوړه اغيزه کوي .

انجنير عبدالله دکنړ د برېښنا دچارو مشر د خلکو دغه ستونزې پر ځاې بولي او زياتوي : ((ما خپل وزارت ته داهر څه څو وارې رسما ويلي ، دزاړه بريښنا کوټ چې دڅه باندې اوه سوه کيلو واټه برېښنا دتوليد توان ېې درلود ،او س ايله د سل ، دوه سوه کيلو واټه بريښنا تولېد توان لرى.))

ده وويل چې د پخواني بريښنا کوټ د رغيدو چارې د هغوې لخوا د نورم په نامه يوې روسي کمپنۍ ته سپارل شوې وې ، چې د دغې کمپنۍ لخوا يو وار جوړ او بيا د کومې ستونزې له کبله بيرته له کاره ولويده .

نوموړى زياتوي چې د دغه بريښناکوټ ځينې پرزې چې له کاره لويدلې دي هغه له مونږ سره موجود نه دي او ستونزه داده چې دلته اضافي پرزې نشته.

انجنير عبدالله زياتوي : (( دپيچ دره کې نړيوال بانک د يوه  نوي بند دجوړيدو ژمنه کړې سروې شوې امېد دى چې همدا کال ېې پر جوړېدو لاس پورې شي.))

انجنير عبدالله ته مو دخلکو ستونزو او غوښتنو په اړه وويل : (( څو وارې مې داوبو او بريښنا له وزېر نه دنوېو بريښنا کوټونو دجوړولو او د زاړه هغه چې د داودخان دواکمنئ پر مهال جوړ شوی وو دبيا جوړونې غوښتنه کړې ، خو داوبو اوبريښنا وزارت چاروکي وايي افغانستان سملا سي دومره پانګه نه لري چې لوې بريښنا کوټونه پرې جوړکړي . ))

داوبو اوبريښنا افغان وزير وايي ((لوې بريښنا کوټونه ډېرو پيسو او وخت ته اړتيا لري او افغانستان اوس ددې توان نه لرې چې ددې په څير لوي بريښنا کوټونو جوړ کړي.))

د بريښنا وزير همدا راز وايي دا هيواد سملاسي بريښنا ته اړتيا لري او زموږ په وس کې څه نشته ، اړ يو تر هغې چې خپله بريښنا تولېد کړو باېد له نورو يي واخلو ، تاسو وګورئ د يو بند تشه سروې ډېر کلونه او مليونونه ډالر غواړې اوافغانستان دولت يې وس نه لري .))  

دکنړ والي سيدفضل الله وحيدي بيا وايې (( ما دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو مرستيال او امريکايي سناتو رانو سره په کتنه د کنړ سيند په خوا د استنادي ديوالونو او بريښنا کوټ د جوړولو غوښتنه کړې ده . ))

د کنړ والي همدا راز وايي : ((ما دلويو مرسته کونکو نه دا دواړه غوښتنې کړې دي سر يې راته خوزولی ،خداې مهربانه دې انشا الله وبه شي،ځينې شيان داسې دي چې زموږ پرې وس نه کيږې، مجبور يو چې انتظار وکړو .))

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د پخواني صدراعظم شهيدسردارمحمد داود په وروستېو کلونو کې دکنړ پر سيند، د اسمار په سره طاق کې ديو لوې بريښنا کوټ دجوړېدو پلان درلود خو دهغه تر وژنې وروسته پکې دډېرو په وينا نورو هومره ليوالتيا نه ده ښوولې.

 دکنړ خلک واېې که پر سين ورته بريښنا کوټونه جوړ شې نه يواځې رڼا به ولري ،ځمکې به خړوبې او لوي او وړې کار خانې به فعالې او دخلکو اقتصاد به پياوړی شې.

خبريال د کنړ په ولايت کې دنړيوال ژورناليزم مرکز د عامه اړيکې او رسنيو د ورکشاپ ګډون وال نعمت الله کرياب

 
اديټر   : صديقي د نړيوال ژورناليزم په مرکز کې ترينر
 

اندازه متن : [ بزرگتر ] [ کوچکتر ]
تعداد بازديد : 179
نسخه مناسب چاپ
ارسال به یاهو مسنجر
ارسال به ديگران »

دیگر عناوین :
د خوست په دوه ولسواليو کې څلورو ښوونځيو ته ٧ نوې ودانۍ جوړې شوې
حمید زاده: تابه حال ازسوی حکمتیار درخواست صلح نشده است
عده ی از ژورنالستان بلخ مدعی خشونت علیه خود اند مگرمقامات آنرا ردمیکنند
د کنړ مرکز د اسعدآباد ښار چاپيريال پاکونې ته اړتيا لري
د کنړ معارف د ښځينه ښوونکو ، درسي کتابونو ، ودانيو او مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دى
محصلین افغان درکشورهندوستان حایز مقام اول شده اند
د کندهار ښار په دريېمه ناحيه کې بمي چاودنې ٧ تنه ټپيان کړل
خوست کې يو ايرانى او يو پاکستانى جاسوس ونيول شو
خبازان از ارد که دولت دراختیارانها قرار میدهد راضی نیستند
خوست کې دنجونو او هلکانو دوه نوي ښوونځي پرانستل شول