Thursday May 1, 2008
ننگرهار کې د ځمکې پر سر جګړه کې درې تنه مړه او ټپيان او دوه برمته شول وخت خبري آژانس
ننګرهار : ښيوه
د غوايي ١٢ مه
د ننگرهار ولایت ښيوې ولسوالۍ د دوه سيمو د اوسيدونکو تر منځ د کاشکوټ او سربند کليو تر منځ د پرتې دښتې د ملکيت پر سر دعواه کې جګړه شوې چې پکې ښکيلو غاړو ته مرګ ژوبله اووښتې ده .
د ننګرهار ولايت د ښيوې ولسوال قاضي نذير دراني د وخت سيمه ييز خبريال ته د نوموړې جګړې او نښتې د پخلي تر څنګ وويل : (( پدغه جګړه کې چې د سربند او کاشکوټ کليو د اوسيدونکو ترمنځ رامنځته شوه د سربند کلي يو تن اوسيدونکى وژل شوى او دوه تنه نور د کاشکوټ کلي اوسيدونکو لخوا برمته شوي دي . ))
ده همدا راز زياته کړه چې پدغه جګړه کې د کاشکوټ له سيمې څخه هم دوه تنه ټپيان شوي دي .
نوموړي زياته کړه چې د سيمې د مشرانو او پوليسو په منځګړيتوب سره اوسمهال جګړه پاې ته رسيدلې ده .
دا جګړه د دوه قومونو تر منځ پداسې حال کې رامنځته کيږي چې څو ورځې وړاندې د همدې ولايت د دره نور ولسوالۍ د دوه قومونو تر منځ پنځه کلنې دښمنۍ ته د پاې ټکى کيښودل شو .
خبريال : طاهر ساپى
اديټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 174
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : مریضداران : اکثرا" مریضان مادر شفاخانه ها به علت نبود ادویه عاجل میمیرند انفجارمواد منفجرناشده، مجسمه بودارا تکان داد در کابل؛ از منزل یک افسر پولیس مقداری سلاح و مهمات بدست امد کنړسيند د استنادي ديوالونو د نشتوالي له کبله هر دوبى سلګونه جريبه کرهڼيزې ځمکې لاهو کوى کنړ کې د بريښناکوټونو دجوړيدو ټول امکانات او وسايل شته خو دولت ورته پام نه کوي 48 میل سلاح مختلف النو ع درولایت غور رسماً به پروسه دایاک تسلیم گردید ننگرهار کې د ځمکې پر سر جګړه کې درې تنه مړه او ټپيان او دوه برمته شول تلویزيونهاي طلوع وافغان به لوي څارنوالي معرفي شدند پنجصد خانواده در تخار به سهولتهاي صحي دسترسي پيدا ميکنند ينج تن اختطاف چي دستګيروپسر اختطاف شده از چنګال شان آزاد ګرديد