Monday April 28, 2008
لغمان کې د ائتلافي ځواکونو په ډزو کې درې تنه ملکی کسان مړه او ټپيان شول وخت خبري آژانس
د لغمان ولايت
د غوايي ٩ مه
د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ په ګړوچ سيمه کې د ائتلافي قواو په ډزو کې ٣ تنه ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي دي .
دغه خبره د سيمې يو تن ځايي اوسيدونکي د وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته کړې ده او زياتوي چې د ائتلافي قواو ٨ چورلکو تېره ورځ په نوموړې سيمه کې ناڅاپي ناسته وکړه او له هغه وروسته يې پياده سرتېرو د سيمې پر ملکي کسانو باندې ډزې وکړې چې يو تن يې شهيد او دوه تنه نور يې زخمي کړل .
د لغمان والي وياند وکيل اټک د پيښې په اړه ناخبري ښيي ، خو وايي ښايي چې دغه چورلکې د ګړوچ له ګاونډي ولايت کاپيسا څخه دغلته راغلې وي .
له بلې خوا د ائتلافي ځواکونو لخوا پدې اړه څه نه دي ويل شوي .
د يادونې وړ ده چې ګړوچ د لغمان ولايت هغه ولسوالۍ ده چې د کاپيسا له ولايت سره نښتې ده .
خبريال : طاهر ساپى
اديټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 172
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : جنازه فضل الرحمن څمکنی وکیل مردم پکتیا به مراسم خاص بخاک سپرده شد وزرای دفاع ،داخله ورییس عمومی امنیت ملی استیضاح میشوند لغمان کې د ائتلافي ځواکونو په ډزو کې درې تنه ملکی کسان مړه او ټپيان شول درعقب اخلال جشن هشت ثور، آمريکا،رقباي آينده کرزي ويا طالبان دست داشتند؟ ملت ته د ولسمشر کرزي پيغام د نني جشن په مراسمو کې د ملي شورا دوه تنه غړي ټپيان شوي دي مراسم جشن هشت ثور مختل شد... مراسم شانزدهمین سالگرد پیروزی مجاهدین افغانستان اندکی پس از افتتاح رسمی مختل شد یک گروپ به اتهام جعل اسناد شمولیت به پوهنتون دستگیر شدند خوست کې به د اوبو يو لوى کانال جوړ شي