Sunday April 27, 2008
د نني جشن په مراسمو کې د ملي شورا دوه تنه غړي ټپيان شوي دي وخت خبري آژانس
کابل
د غوايي ٨ مه
د وخت خبري آژانس خبريال چې په سيمه کې حضور لري د عيني شاهدانو په حواله وايي چې په هغو ډزو کې چې د بالا حصار د غونډې لخوا نه د ستيژ لوري ته شوې دي د ملي شورا دوه تنه غړي ټپيان شوي دي .
دا چې دغه دوه کسان څوک او د ولسي جرګې غړي دي او که د مشرانو جرګې تر دې دمه کره مالومات د رسنيو په لاس کې نشته .
طالبانو د پيښې پړه په غاړه اخيستي او وايي چې د دې بريد هدف ولس مشر کرزى او د کابينې غړي او د جشن نور ګډون وال ؤ .
ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي وايي چې دغه بريد د شپږ تنو طالب جنګياليو لخوا تر سره شوى چې په هغو کې درې تنه طالبان وژل شوي دي او درې تنه نور په تيښته بريالي شوي دي .
په همدې توګه دولتي منابع وايي چې د بريد په تور يې تر دې دمه شپږ تنه مشکوک کسان نيولي دي .
له بلې خوا ويل کيږي چې وسله والو طالبانو پرون مخکې تر دې چې د جشن مراسم تر سره شي ګواښ کړى ؤ چې د جشن مراسم به ګډوډوي .
خبريال : خواجه نصيراحمد فطري
اديټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 303
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : ملت ته د ولسمشر کرزي پيغام د نني جشن په مراسمو کې د ملي شورا دوه تنه غړي ټپيان شوي دي مراسم جشن هشت ثور مختل شد... مراسم شانزدهمین سالگرد پیروزی مردم مجاهد افغانستان اندکی پس از افتتاح رسمی مختل شد یک گروپ به اتهام جعل اسناد شمولیت به پوهنتون دستگیر شدند خوست کې به د اوبو يو لوى کانال جوړ شي در غور؛ معتادان مواد مخدر افزايش يافته است ننګرهار کې ځانمرګى بريد کوونکى ژوندى ونيول شو به اساس قرارداد اتاق های تجارت با کشورهای اسیا میانه و روسیه عنقریب 50 هزار تن ارد بکشور میرسد صدها تن از باشنده گان شهر فیض اباد ضمن راهپیمائی خواهان کاهش قیمت های مواد اولیه گردیده اند