Thursday April 24, 2008
ننګرهار کې ځانمرګى بريد کوونکى ژوندى ونيول شو وخت خبري آژانس
ننګرهار ولايت
د غوايي مياشتې ٥ مه
د ننګرهار ولايت پوليسو د ثمرخيلو په سيمه کې نن له غرمې وروسته د يوې نيمې بجې په شاوخوا کې يو تن ځانمرګى بريد کوونکى مخکې له بريد کولو ژوندى ونيولو .
دغه خبره د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسئول سمونوال عبدالغفور د وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل : (( دغه کس چې د چاوديدونکو توکو واسکټ يې په ځان وه د سيمې د خلکو لخوا پيژندل شوى ؤ چې بيا د پوليسو لخوا د ثمرخيلو په سيمه کې مخکې لدې چې ځان ته انفجار ورکړي ونيول شو . ))
عبدالغفور وايي چې نوموړي غوښتل چې د تورخم جلال آباد پر لويه باندې پر افغان او ائتلافي ځواکونو باندې ځانمرګى بريد ترسره کړي .
دى وايي چې کله چې پوليسو دى محاصره کړ نو د لودسپيکر په ذريعه ورته وويل شول چې خپله واسکټه وباسي او له خپله دغه عمله لاس واخلي چې ده هماغسې وکړل او ژوندى ونيول شو .
سمونوال عبدالغفور وايي چې نيول شوي کس ځان ګونګى معرفي کوي او هويت يې لا تر دې دمه نه دى څرګند د لا زياتو پلټنو لپاره د امنيه قوماندانۍ ته راوستل شوى دى .
دا پداسې حال کې ده چې تېره ورځ د هيواد سويلي ولايتونو هلمند او کندهار کې دوه انتحاري حملې وشوې چې په دواړو کې ملکي او دولتي سرتيرو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې وه .
خبريال : طاهر ساپى
اديټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 188
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : ننګرهار کې ځانمرګى بريد کوونکى ژوندى ونيول شو به اساس قرارداد اتاق های تجارت با کشورهای اسیا میانه و روسیه عنقریب 50 هزار تن ارد بکشور میرسد صدها تن از باشنده گان شهر فیض اباد ضمن راهپیمائی خواهان کاهش مواد اولیه گردیده اند عنقريب واردات مواد اوليه ضرورى ازپاکستان به کشور آغاز ميگردد دسردار محمد داؤد خان دښخيدو ځاي دپيدا او مرقد دي پري جوړ شي اتمر: وزارت معارف تا چهار سال آینده هشتاد فیصدمعلمین را مسلکی میسازیم براي تلوزيونهاي طلوع وافغان آخرين مهلت داده شد هشت فلم افغانی وهفت فلم خارجی وارد جشنواره فلم برداشت دوم میگردد د سپين بولدک بازار کې ځانمرګى بريد د ٢٠کسانو د مړينې او ټپي کيدو لامل شو کنړسرحدي پوسته کي دنښتي له امله دولت او مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي