وخت خبري آژانس
لغمان ولايت
دلغمان ولايت دليرې پرتوسيموخلک اوس هم له مخابراتي آسانتياو څخه بې برخې دي، ځکه له ډيرو مسايلو څخه نا خبره دي او د دوي غږ په آساني مقاماتو ته نه رسيږي .
تېلفون هغه وسيله ګنلي شوچي دولسونو ،کليو ، هيوادونواوافراد ترمنځ اړيکي ټينګوي .
فورزغان ، بادپښ ګړوچ، نورلام صاحب دره ، تګ سالو ، ګهنه پال او داسې نورې سيمې په لغمان کې يادولاي شو چي خلک يي تردي دمه له هرډول تليفوني سهولتونوڅخه محروم دي .
ديادوشويوسيمو ډيرى کورنۍ اوځوانان اوس هم له هيواده بهر يا خو تراوسه دکډوالۍ شپې ، ورځې سباکوي اويا کار او مزدوري پسي لالهانده ژوند کوي .
دهغوي کورني ، خپلوان اودوستان يي وايي چي له هيواده بهرخپلوان يي ډير ياديږي خوڅه وکړي کاشکي لکه دنورو سيمو په څيرددوي په کليو کي هم دتليفونو آسانتياوي واي ، دوي په وخت او ناوخت دهغوي احوال آخستي واي اوخبري په يي ورسره کولي.
دبادپښ دکلي هستوګن ٤٨ کلن غازي ګل دمهترلام ښارپه يوه پي سي او ( تيلفونځى ) کي په دې تمه ولاړ و چې پيښور ته د خپل زوي حال وپوښتي .
نوموړى وايي : (( زمونږ کلى چي نږدې څلور زوره کسان پکې هستوګن دي هيڅ يوه تليفوني شبکه هلته فعاله نه ده ، مونږ مجبور يو چي د دوه ساعتونو په اوږدو د لارې مزل ووهو تر څو د مهترلام ښارته ورسيږو او لدي ځايه بيا خپلو خپلوانو ته چې په کابل ، جلال آباد ، پاکستان ، ايران اونورو بهرنيو هيوادونو کې پراته دي دتيلفون له لارې خبرې وکړو .))
چې په دي دري دکارک دکلي هستوګن دي وايي دولس زره کورني په دي دره کي اوسيږي .
دفررژ دره قوماندان دادي خان چې د کارک په کلي کې هستوګن دى بيا وايي : (( پدغه دره کې د دولس زرو په شاوخوا کې کسان هستوګن دي دغه ټول کسان ددولت غږ نه اوري ځکه تليفوني آسانتياوي په واک کې نلري . ))
د ده په وينا دلته مالدارخلک ستلايتونه لري همغي څخه استفاده کوي خومصرف يي ډير دي خلک يي د کار اخيستو او پلورلو توان نلري .
دنورلام صاحب دره دلغمان الينګارولسوالي شمال ختيځ لورته پرته يوه پرنفوسه دره ده چي ددي سيمي د ٥٨ کلن سرمعلم جمال الدين په خبره ١٢ زره کورنۍ پکښې اوسيږي .
نوموړي وايي : (( دنورلام صاحب دري يو دوه کليوکي تليفونونه کارکوي نورپه يو کلي کي هم د تپلفون سهولت نشته .))
هغه زياتوي ، دوي په دي اړه له دولت اوشخصي تليفوني يا مخابراتي شرکتونو خاوندانو سره غږيدلي دي ، خوتر اوسه دامشکل حل شوي نه دي .
دالينګارولسوالي دټک د دري اوسيدونکي ٣٧ کلن عبدالمالک تراوسه په دي ارمان زوړيږي چي کله داسي وشي چي ددوي په سيموکي تليفونونه يا موبايلونه کاروکړي .
داپه داسي حال کي ده چي دلغمان ولايت دننه نږدي پنځه مخابراتي شبکي لکه افغان تليکام ، افغان بي سيم ، روشن ، اريبا او اتصالات فعاليت کوي .
ددي ولايت دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ رييس سيدناصرسادات وايي : (( لغمان يو غرنيزه ولاييت دى چې بي شميره ، کليوالې درى لري ، رښتيا هم په ځينوسيموکي چي ډيرنفوس پکي اوسيږي هلته مخابراتي آسانتيياوي نشته .))
نوموړي زياتوي دوي په قرغه يي ، الينګار، اليشنګ او دولت شاه ولسواليوکي دافغان تليکام مرکزونه فعاله کړي دي خو د ډيرو ليرې پرتو درو دا مشکلات لا هم پرځاې پاتې دي .
سادات وايي چې دا مهال دفررژغان په دره کې دافغان تليکام تيلفوني شبکې فعاليت به په نږدې وختونو کې پيل شي .
سادات زياتوي چي شخصي مخابراتي کمپنۍ هم د لغمان په مرکز او ځينو سيمو کې فعاليت لري خو دا چې هغوي ولې دلغمان ليرې پرتو سيمو ته خپل فعاليتونه نه غزوي او لا تر اوسه يې د خلکو مشکلاتوته مثبت ځواب نه دي ويلى دى هم نه پرې پوهيږي ، ځکه ددي ولايت په يوه برخه کي هم داسي کومه ډيره لويه ستونزه نشته چي مخابراتي شبکو ته ګواښ وي .
ګزارشګر: دنريوال ژورناليزم مرکز د عامه اړيکو او رسنۍ ترعنوان لاندي ورکشاپ ګډونوال حاجي محب الله محب .