د غوايي مياشتې لمړۍ
کرنج په لغمان کي يوه دره ده چي په همدي دښمنيو کې لولپه شويده او تر١٥٠ زيات ځوانان ، سپين ږيري ، ځلمي اوماشومان پکې وژل شويدي .
دکرنج په دره کې دوه قومونه دي چې په خپلو کې له ډيرې مودې راهيسې په دښمنى اخته دي .
له هغوې څخه د يوه قوم يو تن مشر سلطان شاه وايي : (( په کرنج کې له هفه وخته دښمني پيل شوه چې دوه کورونه په يوې ونې سره په جګړه شول او په پايله کې په هغوې کې دوه تنه ووژل شول چي هرې کورنۍ ځان له پلويان پيدا او خبره له کورنيو نه خپلوانو او قومونو ته وغزيده ان تردې چې يو قوم دجمعيت اسلامي اوبل قوم دحزب اسلامي په تنظيمونوکې جذب شول او کورنۍ شخړې تنظيمي او قومي بڼه خپله کړه . ))
سلطان شاه زياتوي ، تراوسه پوري ددواړو قومونوڅخه په لسګونه کسان ووژل شول .
نوموړي همدارنګه وايي : ((تراوسه زمونږ دقوم څخه ٨٠ او دمقابل لوري قوم څخه ٧٥ کسه وژل شوي چې په هغو کې زموږ لس تنه ماشومان او ميرمنې هم شامل دي . ))
همدارنګه دسالاب په کلي کې ددوه قومونو ترمنځ چي ديو قوم مشري يي ضابط امان الله اودبل قوم مشري يي قومندان عيسي خان په غاړه لري د دواړو قومونو ترمنځ ١٢ تنه ځوانان وژل شوي او تر٢٠ پوري ټپيان شوي دي .
دغه دواړه قوماندانان تر دښمنۍ مخکې د دوه کورنيو او بيا د دوه قومونو مشران ؤ چې شخصي دښمنيو ترې تنظيمي قوماندانان جوړ کړل .
ضابط امان الله چې د يوې ډلې مشري کوي وايي : (( پر مونږ دمقابل لوري څخه ظلم کيده نوځکه اړشو چي وژنو ته لاس واچوو . ))
له بلې خوا بيا عيسي خان وايي چې لمړى بريد دضابط امان الله له خوا شوى او دوې مظلوم واقع شوي دي .))
همدارنګه ددې ولايت د اليشنګ دميل درې دفرمه والو په کلي کې همدا څو اونۍ وړاندې ديوې کورنۍ څلور کسه دميراث په خاطر يو ځاې ووژل شول چې بيا دهغوې څلورو وژل شويو پاتې دوه ځامنو د قاتلانو ٩ کورونه او څلور دکانونه وسوزول او هغوې يې له کلي څخه تيښتې ته اړ کړل .
داليشنګ دري دکلاى نجيل سيمي يوه ٥٠ کلنه ميرمن کوټلي وايي : (( زمونږ د درو خلک زياتره د ښځو په سر وژنې او دښمني کوي ځکه دلته غرنيزه سيمه ده نجونې مو غره ته لرګيو راوړلو پسې ځي ، دا چې ځوانان هلته بيکاره ګرځي ، همدا بيکاره ځوانان بيا د بيکارى او مستى له امله په نجونو پسې ګرځي چې د هلک او نجلې له يارانې څخه خبره ويشتلو او دښمنيو ته ورسيږي . ))
دميل درې د تيليو په کلي کې يوه تن چې په يوه ځل يې پنځه تنه ځوانان ووژل په ګليم جم مشهور شو چې د مقتولينو کورونه يې وسوزول اوپاتې کورنۍ يې د سيمې پريښودوته اړ کړې ، چې پخپله په ګليم جم مشهور ځوان هم تېره مياشت ووژل شو .
مولوي عبدالقهار د ميل درې قومي مشر چي د مسلمان وژنه په دين کې حرام بولي او قاتل يې جهنمي بولي وايي : (( يوازې په ميل دره کې نه ، بلکې په ټول لغمان کې دغه راز دښمنۍ روانې دي .))
هغه وايي چې ددې دښمنيو مخنيوى ځکه د خلکو له واکه وتلې خبره ده چې دښمندارې ډلې په سوله کې لمړى خپل ترمنځ قسم کوي اوبيا دقسم په سرخپل دښمن وژني .
مولوي عبدالقهار وايي دلغمان په غرنيزو درو کې داسې جرګې نشته چې د نورو پښتنو په څير دښځو په معاملو کې بد ورکړي بلکې دوې د يو بل په وژنه لاس پورې کوي ، هلک حتمي وژني اونجلۍ يا وژني يايې خرڅوي .
معلم اسدالله اسد داليشنګ ولسوالۍ قومي مشر وايي : (( له کله نه چې په لغمان کي دپخواني والي ګلاب منګل په نوښت قومي شورا جوړه شويده تراوسه يې په سايګل ، ماسموت ، دولت شاه ، ميل ، ټپه کال او ګونه پال درو کې په لسګونو خپل منځي دښمنيو ته د پاې ټکې کيښودل شوى دى .
هغه هيله من دى چې په راتلونکي کلونو کې به په لغمان کي ددښمنيو کچه نوره هم راټيټه شي.
داپه داسي حال کي ده چي يوتن پخوانى جهادي قوماندان عصمت الله وايي چي دلغمان خلکوته دښمني په ميراث پاتي .
نوموړى وايي : (( دا زمونږ ضرورت و چي دښمن دارې ډلې له ځان سره وساتو ځکه مونږ دقومانداني په وخت کي پيسي نه درلودي چي وسله والو ته يې ورکړو بلکي له همدي خلکو نه مو استفاده کوله چي دښمن داران دي وساتو . ))
دالينګار دري سالاب هغه کلى دې چې ډير تنکي ځوانان پکي په خپل منځي جګړو کې په ګوليو وويشتل شول .
محمد عمر چې ٧٠ کلن سپين ژيري دي وايي : (( دا ټولې دښمنۍ په انقلاب کې پيداشوي او پخوا دومره دښمني نه وي .))
سعديه يوه باسواده پيغله ده او دلغمان دالينګار دنيازيو کلي اوسيدونکې ده وايي : (( زه ګمان نه کوم چې په لغمان کې دې دښمنى پاي ته ورسيږي .))
هغه زياتوي اوس هم هره ورځ په ټول لغمان کې تر دريو پوري ځوانان په شخصي دښمنيو کې وژل کيږي اوهره ورځ شخصي دښمني دلغمان دځوانانو ککرې خوري .
دلغمان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم عمريار پدې اړوند داسې وايي : (( دشخصي دښمنيو د مخنيوي په لاره کې دوې په وخت او چټک غبرګون کوي او نه پريږدي خبره اوږده شي . ))
هغه زياتوي ، ددولت له خوا په ولسواليو کي جوړشوو قومي شوراګانو له دوې سره ددښمنيو په له مينځه وړلو کې پوره مرسته کړې او لا به يې کوي .
عمريار وايي : (( ما دخپل قومي او جهادي نفوذ څخه په استفادې ډيرې دښمنۍ ختمې کړې خو لا تر اوسه هم پدي پوره نه يو بريالي شوي چي په يو ځايي توګه د ټول لغمان شخصي دښمنۍ ختمې کړو خو زمونږ هڅې به پدې برخه کې دوام لري .))
رپورټر : په لغمان ولايت کي دنړيوال ژورناليزم مرکز " عامه اړيکي اورسني" ورکشاپ ګدونوال انقلابي ځوان .