وخت خبري آژانس
خوست ولايت
د غوايي ١ مه
(( قومي مشران هېواد كې د روانو ستونزو د اواري يوازينى لاره د سيمه ييزو او قومي مشرانو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ راوستل دي . ))
دغه خبرې د خوست ، پكتيا او پكتيكا ولايتونو قومي مشرانو په هغه غونډه کې کړې دي چې تېره ورځ د خوست په ولايت کې جوړه شوې وه .
دا غونډه په خوست كې (د قومونو پيوستون شورا) په دفتر كې جوړه شوې وه.
نوموړې شورا له تېرو پېنځو كلونو راهيسې په خوست كې فعاله ده، دوى په تېرو كې د خوست په كچه قومي غونډې رابللې، خو په نننۍ غونډه كې يې په خوست سربېره د پكتيا او پكتيكا ولايتونو يو شمير مشرانو ته هم بلنه ورکړې وه .
د نوموړې شورا مشر غازي نواز تڼي وويل: ((په ګاونډي هېواد پاكستان كې د نوي حكومت په څېر بايد افغان حكومت هم له خپلو مخالفينو سره د رېښتينو خبرو اترو لار خپله كړي.))
ده دا هم وويل، چې د اوس له پاره يې د خوست پكتيا او پكتيكا ولايتونو قومي مشرانو ترمنځ غونډې پيل كړې دي او په راتلونكي كې غواړي دغه لړۍ د هېواد ټولو برخو ته وغځوي.
د پكتيا ولايت يو تن قومي مشر غلام نبي د غونډې برخوالو ته په وينا کې وويل : (( په افغانستان كې د روانو ستونزو اوارى د قومونو له پراخ ګډون پرته ناشونى دى. ))
نوموړي زياته کړه : ((موږ به له دې ځايه د هېواد له ټولو قومونو او مشرانو سره اړيكې ټينګې كړو، غونډې به جوړې كړو او د شته مسكلاتو له پاره به داسې لارې چارې ولټوو ، چې د ټولو خواوو له پاره په ګټه وي.))
له پكتيكا ولايت څخه راغلى قومي مشر احسان الله كټوازى وويل : (( موږ دې ته ورته غونډې د پكتيكا په ځينو برخو كې پيل كړې دي او تمه کيږي چې په نږدې راتلونكي كې يې نورو ولسواليو ته وغځوو . ))
د خوست مرستيال والي طاهرخان صبرى بيا د قومي مشرانو د خبرو په تاييد سره وويل : (( د امنيت په ټينګښت کې قومي مشران تر بل هر چا زيات او مهم رول لري او له همدې امله يې د ولايت په مركز سربېره، په ليرو پرتو سيمو كې هم قومي شوراګانې جوړې كړې دي.))
د قومي مشرانو غونډه پداسې حال کې جوړيږي چې څو ورځې وړاندې د دغه ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د يو تن قومي مشر د سورلۍ پر موټر د ماين چاودنه تر سره شوې وه چې دى خپله په موټر کې نه ؤ ، خو په موټر کې سپاره د کورنۍ څلور غړي يې په قتل ورسيدل .
خبريال : الهام خوستى