سر خط اخبار     

In English
- 2009-08-29 15:04 Embassy Statement on Elections Process
WNA) Aug 29 : Embassy Statement on Elections Process
- Suicide Attack in Eastern Afghanistan wounded six civilians
(WNA) March 1, 2009 – Nangarhar: A suicide attack on Jalalabad-Torkhum highway next to the Army crops headquarter entrance in the capital city of Jalalabad went today and caused injuries to six civilians, an official said.
- Cheshti International Seminar, Holds in New Delhi
New Delhi- INDIA 21 February, 2009: (WNA) Two days International Seminar on Khwaja Moin-u-ddin Cheshti was inaugurated today in Jamia Millia Islamia of New Delhi
- Cheshti International Seminar, Holds in New Delhi
New Delhi- INDIA 21 February, 2009: (WNA) Two days International Seminar on Khwaja Moin-u-ddin Cheshti was inaugurated today in Jamia Millia Islamia of New Delhi
- Nabi inspires Afghanistan to fourth successive victory
Kabul -- 08 Oct,2008 (Wakht News Agency): Nabi inspires Afghanistan to fourth successive victory .Mohammad Nabi was once again the hero for Afghanistan when he helped his side take a step closer to the ICC Cricket World Cup 2011with an excellent all-round performance in Dar Es Salaam on Wednesday.
- Japanese kidnapped engineer was found dead in Eastern Nangarhar Province
NANGARHAR- 27 August 2008(Wakht News Agency): His body was found in a mountainous area, outside of Khewa District of Eastern Nangarhar Province, after being reportedly being kidnapped around 6:30 am local time on August 26.
- 24 Civilians Killed in Nato-Led Operation in Eastern Afghanistan
MAHTARLAM] At least 24 civilians, including women and children, were killed during a NATO-led International Security Assistance Force (ISAF) raid in the mountainous areas of Mahtarlam, capital of Eastern Laghman province, according to local residents
- HIV risks are high in Afghanistan
KABUL (Wakht News Agency): The prevalence of HIV is low in Afghanistan, but the potential risk factors for the spread of the disease remains high, the Public Health Ministry said in statement on Monday.
- A School head masters assassinated in Jowzjan province
JAWZJAN-(Wakht News Agency): Shir Nazar, the head-master of (Menlay) school was gun down in Faizabad district of Jawzjan province, when he was on the way to his home, by unidentified gunmen on motorbikes, said an official.
- MEW officials: 24 hours electricity will be restored to Kabul
KABUL- (Wakht News Agency): Islamic Republic of Iran donated two new solar energy supplier machines with a capacity of 50 Megawatt (MW), to Kabul Water and Energy department, said an official here on Monday.
Sunday April 20, 2008
د لغمان اوسيدونکي د روغتيايي خدماتو له کمښت نه شکايت لري
                        

وخت خبري آژانس

لغمان ولايت

د غوايي مياشتې لمړۍ


 
 ديرش کلن عطامحمد چي د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ اوسيدونکى دى وايي : (( زموږ په سيمه کې خو لمړى د کلينيکونو کمښت دى او چې شته نو هر کلينيک په ورځ کي د٦٠ -٨٠ پوري مريضان ګوري چي ديو ډاکترلپاره دايو مشکل کار دى چي هم مريض وګوري اوهم په عين حال کې هغوې ته دارو ورکړي . ))

ډاکټر واسع چې په لغمان ولايت کې روغتيايي کتنځى لري پدغه ولايت کې په روغتيايي برخه کې ستونزو ته داسې اشاره کوي : (( پخوا چې طبي پرسونل زيات ؤ نو روغتيايي چارې تر يو حده ښې پرمخ تلې ؛ خو له هغه وخته چې طبي کارکوونکو کې تنقيص راغى او د تريننګ او روزنې چارې داخلي پرسونل ته سپارل شوې دي نو نو روغتيايي خدماتو کې هم ستونزې رامنځته شوې دي . ))

د ده په وينا چې په لغمان کې ښځينه ډاکټرانې ډيرې کمې دي او په زياترو کليوالو سيمو کې خلک له ډيرو ستونزو سره مخ دي .

ډاکټر واسع بيا دا شکايت هم درلود چې په ولاياتو کې روغتيايي چارې زياتره د صحي موسسو لخوا پرمخ بيول کيږي چې هغوې بيا د ضوابطو پر ځاى روابطو ته ترجيح ورکوي .

ډاکټر الکوزى بيا وايي چې دولت د کدرونو په جذب کې پاتې راغلى ډير هغه ځوانان چې د طب له پوهنځيو څخه فارغ شوي دي بيکاره ګرځي او خپلې رشتې يې بدلې کړې دي ، څوک په موسسو کې اداري کار کوي څوک خبريالان شول او څوک نورې دندې پرمخ بيايي .

د لغمان ښار د شهرنو اوسيدونکى ٢٨ کلن همايون بيا وايي چې دلغمان مرکز او کليوالو کلينيکونوکې دفشارآلي اوستاتيسکوب بدل ليدل کيږي حال داچي دوي حواله کړي جاپاني آلي وي بيا اخلي چينايي چي هيڅ کارنکوي .

دلغمان ولايت د عامې روغتيا رييس عبداللطيف قيومي ستونزې مني خو وايي چې د لغمان په ولايت کې ټولي صحي چارې د A.M.I  موسسي له خوا پرمخ ځي .

داکترشفيق الله شفيق د A.M.I يا ټولنې ولايتي مسوول بيا وايي : (( A.M.I نړيواله روغتيايي موسسه د عامې روغتيا وزارت پاليسي خپل کار پر مخ بيايي او د عامې روغتيا وزارت له پاليسي سره سم په هر کلينيک کې يو واکسيناتور ، په هر روغتيايي اساسي مرکز يا B. H.C  کې يو ډاکتر ، يوه قابله ، دوه واکسيناتوران ، يو روغتيايي سوپروايزر او دوه ساتونکي په دندو ګمارل شوي دي .

د ده په وينا چې هيڅ يوې انجيو ته داخق نشته چې د دولت په پاليسي که تغيير راوړي خو د لغمان ولايت تيم تصميم لري چې پخپلو روغتياي خدماتو کې نور هم ښه والى راولي .

نوموړى د طبي وسايلو په اړه وويل چې دغه وسايل د I.D. A چې د طبي وسايلو يوه برابروونکې نړيواله ټولنه ده په نړيواله سطحه وسايل خلکوته برابروي چې په ستندرد د معيارونو برابروي خو کله دکلنيکونو امريت دکار د آسانتيا په خاطر کله چې يو نوموړي آلي خرابې شي نو د دې پر ځاې چي مونږ ته يو غوښتنليک راکړي پخپله يي بازارکي اخلي نو امکان لري چې کيفيت يي خراب وي ليکن دا کار اوس په ټپه ولار دى اوهيڅوک نشي کولي چې پخپل سرسره طبي وسايل وپلوري .

احمدظاهر چي عمريي ٢٥ کاله دي دقرغيو ولسوالي اوسيدونکي دي ، وايي په اکثره کلينيکونو کي دلابراتوارڅانګي کم ليدل کيږي ، حتي بعضې کلينيکونو کې نشته .

ډاکترشفيق الله وايي دعامي روغتيا وزارت دپاليسي مطابق په اساسي روغتيايي مراکزو يا ( BHC ) کې لابراتوار څانګه نشته خو سره لدې هم دغه اداره  د لغمان ولايت په دريېو اساسي مرکزونو کې د عزيز خان کڅ په کنده او نورلام صاحب کلينيکونو کې دلابراتواربرخې فعالې دي .

خو اوس دعامي روغتيا وزارت له خوا وګلوبل فند GF په مالي مرسته دلغمان ولايت په لسو کتنځايونو کې دملاريا د معايني څانګې پرانيځي او د معلوماتو له مخي نوموړي کاربه د روان کال د اپريل دمياشتي کي شروع شي .

يوبل کس چي نوم يي نورآقا معرفي کړي ٤٠ کاله عمرلري دلغمان مرکز اوسيدونکي دي هغه وايي چي يونفردA.M.I موسسي له خوا مقررشوي دي چي هيڅ کومه تجربه نلري اوهم اسنادنلري .

 

داکترشفيق الله وايي نوموړي شخص چي نجيب الله نوميږي ٢٠٠٢-٢٠٠٣ کاله پوري دجمعيت هلال احمر ، الاحمرالسعودي داسلاميک ريليف موسساتودگډپروګرام دروغتيايي لابراتوار دمنځنۍ زده کړې لري اسناد يې په پيښورکې د قونسلګرى لخوا تاييد شوى دى او د ١٣٨٣ کال راهيسي د مهترلام په روغتون کې دنده پر مخ بيايي او د ښو نمرو په اخيستلوسره تعيين شوى دى .

نوموړى وايي چې دغه کس د ټاکلي هييت په مشوره د مهترلام روغتون لپاره انتخاب شوي دى .

داکترشفيق وايي دA.M.I موسسي له خوا هغه کلني پلان چي زياتره کارونه يي ترسره شوي باالخصوص په دي پلان کي زياتره توجه دمهترلام روغتون ته شوي چي اولويت ورته ورکړل شوي دولسوالي شفاخانه په يوه ولايتي شفاخاني بدله شوي ، پلان شوي تريننګونه ترسره شوي ،اضافه پرسونل پکي مقررشوي ، اکثريت طبي وسايل راوړل شوي او د هډوکو، جلدي ،عقلي عصبي خدمات څانګې پکي پيل شي ، د مړو د ساتنې برخه فعاله شوي اوهمدارنگه د١٢٠ کيلواټ جنراتورپه لغمان روغتون کي فعال دي بريښنا ورکوي .

جاويد چي عمريي ٢٠ کاله دي هغه وايي چه مرکزي روغتون کي دشپي له خوا ښځينه ډاکټرانې نشته .

داکترشفيق الله وايي زنانه داکتراني لرو چي دوي لپاره نوکري ورکول يو مشکل کاردي چي يوه شپه بعد نوکري تر سره کړي خو هغوى ته وظيفه ورکړل شوې چې په کلينيکونو کې پوره ونډه واخلي ، امبولانس څانګه فعاله ده او ناروغان له ليرې سيمو څخه راانتقالوي ، او ٢٤ ساعته د خلکو په خدمت کې دي .

کامران چي عمريي ٢١ کاله دي دالينګارولسوالي اوسيدونکي دي هغه وايي دصحي ستونزو په هکله په اکٍثرو کلينيکونو ښځينه داکتراني نشته چي په اطرافي کلينيکونوکي دټولني خلک ډيرله مشکلاتو سره مخ دي   .

ډآکترشفيق الله وايي : (( دعامي روغتيا وزارت دپاليسي مطابق زنانه داکتراني يواځي په مرکزي روغتون اوجامعي روغتييايي مرکز ونوکي شته اوپه اساسي روغتيايي مراکز وکي نشته .))

خوشحال چي عمريي ٢٢ کاله دي دالينګارولسوالي اوسيدونکي دي هغه وايي اطرافي کلينيکونو په نسبت دمرکز کمي دواګاني ورکول کيږي .

 

داکترشفيف وايي هرکلينيک ته دوا دهغوي دنفوس په نظرکي نيولو اودمعارفو په شکل استول کيږي ، همدارنګه دروغتياي مرکز نوع هم په کي عمده رول لري اوهيځ کله داندي شوي چي مرکزته په نسبت د اطرافونو لږ درمل ورکړل شوي وي .

 

خبريال : دنړيوال ژورناليزم مرکز دعامه اړيکو اورسنۍ ترعنوان لاندي ورکشاپ ګډونوال شاه ولي نيازي .

اديټران : اضطرابي اوصديقي


اندازه متن : [ بزرگتر ] [ کوچکتر ]
تعداد بازديد : 137
نسخه مناسب چاپ
ارسال به یاهو مسنجر
ارسال به ديگران »

دیگر عناوین :
ننګرهار کې ځانمرګى بريد کوونکى ژوندى ونيول شو
به اساس قرارداد اتاق های تجارت با کشورهای اسیا میانه و روسیه عنقریب 50 هزار تن ارد بکشور میرسد
صدها تن از باشنده گان شهر فیض اباد ضمن راهپیمائی خواهان کاهش مواد اولیه گردیده اند
عنقريب واردات مواد اوليه ضرورى ازپاکستان به کشور آغاز ميگردد
دسردار محمد داؤد خان دښخيدو ځاي دپيدا او مرقد دي پري جوړ شي
اتمر: وزارت معارف تا چهار سال آینده هشتاد فیصدمعلمین را مسلکی میسازیم
براي تلوزيونهاي طلوع وافغان آخرين مهلت داده شد
هشت فلم افغانی وهفت فلم خارجی وارد جشنواره فلم برداشت دوم میگردد
د سپين بولدک بازار کې ځانمرګى بريد د ٢٠کسانو د مړينې او ټپي کيدو لامل شو
کنړسرحدي پوسته کي دنښتي له امله دولت او مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي