په کندز کي کوکنارو کرکيلي دصفر کيدو خبر نن دمخدره توکو پروړاندي دمبارزي وزير جنرال خدا داد لخوا نوموړي ولايت ته دسفر پر مهال اعلان شو.
دمخدره تو کو پر وړاندي دمبارزي وزير دا خبره دکندز ولايت دلوړپوړو چارواکو په موجوديت کي اعلان او زياته يي کړه چي دولس مشر حامد کرزي لخوا دي ولايت ته په همدي وياړ يو مليون آمرکايي ډالره بودجه منظوره شويده .
منبع زياته کړه له يادو شو پيسو څخهبه کندز ولايت ته ددري لکو امرکايي ډالرو په لګښت يوه دکنفراسونو خونه جوړه شي چي له اعلان سره سم يي دبنسټ ډبره دکندز والي انجنير عمر لخوا کيښودل شوه .
خداد له بزګرانو څخه دمنني تر څنګ هغوي وستايل چي له دولت سره يي ددغه ناوړه بوټي په له مينځه وړلو کي يي خپله ملي او اسلامي دنده په ښه توګه تر سره کړيده.
دکندزولايتي شورا يو تن غړي حاجي محمد الله له دولت څخه شکايت وکړ او وويل(( تردي دمه دکندز بزګرانو سره هيڅ رازمرسته نده شوي.))
همداراز نوموړي دبيارغاوني په برخه کي هم له دولت څخه سر وټکاوه او وويل چي کندز ته سمه پاملرنه نکيږي .
منبع وويل چي دارچي کندز سړک په بد حالت کي دي چي بيا رغاوني ته ډيره اړتيا لري .
محمد الله وويل چي تيرکال هم په کندز کي کوکنار نه وه کرل شوي خو ددولت لخوا هيڅ مرسته نه وه ورسره شوي .
په کندز کي دکوکنارو دصفر ته رسيدو خبر پداسي حال کي اعلانيږي چي پدي وروستيو کي دهيواد په شمال او داسي نورو سيمو کي نور ولايتونه هم توانيدلي دي تر څو دمخدره توکو دکرکيلي کچه کمه او آن تر دي چي صفر ته يي ورسوي .