دا دوه ودانۍ د مېشكوڼه په نوم سيمه كې پر درې جرېبه ځمكه جوړې شوې، چې دوه ويشت خونې لري او په بشپړيدو يې د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا اووه ميليونه افغانۍ لګول شوې دي.
په همدې اړه د جوړو مراسمو پرمهال، د خوست ولايت مقام د دفتر ريس عبدالشكور پيغام له ځايي خلكو د يادو ودانيو د ساتنې ترڅنګ، له هغو ميندو او پلرونو هم ښوونځيو ته د ماشومانو د لېږلو غوښتنه وكړه، چې د ده په خبره دا مهال د هرې ورځې په سهار د ښوونځي پرځاى، د سون څو لرګيو پسې غره ته روان وي.
د نادرشاه كوټ ولسوالۍ د پوهنې مدير ظاهرشاه وخت خبريال ته وويل(( دا وخت په دغو دواړو ښوونځيو كې پېنځه سوه نجونې او هلكان زده كړې كوي. ))
ده زياته كړه، چې له دې وړاندې دغو زده كوونكو په ازاده هوا او سره لمر لاندي درسونه ويل.
د سيمې يو تن مشر او ديني عالم عبدالله وخت خبري آژانس ته وويل، چې د ښوونځيو ترڅنګ دې د ديني مدرسو ستونزو ته هم پام راواړول شي.
خوست والي ارسلاجمال څه وخت وړاندې په يوه غونډه كې ويلي وو، چې په روان لمريز كال كې به د خوست په مركز او ټولو ولسواليو كې يوه، يوه عصري ديني مدرسه جوړه كړي او له دې سره به ديني طالب العلمان د نورو هېوادونو پر ځاى په خپله خاوره كې زده كړې پرمخ بوځي. خو د شته ديني مدرسو چلوونكي بيا وايي، چې له ودانۍ جوړولو وړاندې د ژوند خونديتوب مهم دى او په تېرو څو كلونو كې يې په بيا بيا، د افغان او بهرنيو ځواكونو له خوا مدرسې پلټل شوي او ښوونكي او زده كوونكي يې نيول شوي، زنداني شوي او آن وژل شوي دي.