Tuesday March 25, 2008
طالبانو ادعا کړي چي پرون يي ١٢ تنه بهرني سرتيري وژلي دي وخت خبري آژانس
هلمند ولايت
حمل ٦مه
طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وخت خبري آژانس ته دتلفون په کرښه ويلي چي پرون ورځ په موسي کلا ولسوالي کي دناټو په ملګرتيا افغان پوځ او طالبانو تر مينځ نښتي را مينځته شويدي.
نوموړي داهم وويل چي پدي ولسوالي کي دبهرنيانو دوه ټانکونه يو مخکي له غرمي او دوهم وروسته له غرمي په ماينونو الوزول شويدي چي پکي سپاره ١٢ تنه سرتيري وژل شويدي.
بلخوا په هلمند کي دناټو برتانوي وياند سايمن ميلر وخت خبري آژانس ته دطالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړي او وايي چي تيره ورځ په هلمند کي نه ددوي اونه هم د افغان ملي پوځ په وړاندي کومه چاودنه شوي .
همدا راز وخت خبريال ته په سيمه کي دهلمند ولايت دموسي کلا ولسوال ملاعبدالسلام ويلي چي تيره ورځ دموسي کلا ولسوالي په اړونده سيمه کي هيڅ راز نښته او يا هم چاودنه ندي رامينځته شوي .
خبريال: ذهير
ايدت: بوميا
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 133
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : طالبانو ادعا کړي چي پرون يي ١٢ تنه بهرني سرتيري وژلي دي خوست کي دسرحدي دويمي سرحدي لوا وداني پرانستل شوه حکم حامد کرزی در ولایت پروان تطبیق نمیشود حامد کرزی :همه ادارت دولتی باید نوشابه های وطنی خریداری کنند اريبا مخابراتي کمپني دوه موټر تر بريد لاندي راغلل پاکستان کې؛ پرکورونو بندشوي قاضيان ازاد شول جنرال ډان مکنيل :په خوست کي دملکي وګړو په مرګ ژوبله ډير خواشني يم د ماين پاكي مؤسسي دوتنه كاركونكي وژل شول يوسف رضاگيلانى دپاکستان نوى صدراعظم وټاکل شو مولوي جلال الدين حقاني: په كمه وسله او ځواك بهرنيانو ته ماتې وركوو