Tuesday March 11, 2008
د هلمندولايت له عامه كتابتون سره دزرگونوتوکو كتابونومرسته وشوه وخت خبري آژانس
د هلمند ولايت
د کب ٢١مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن د هلمند ولايت له عامه کتابتون سره د ٤٠٠٠ زره توکو کتابونو مرسته وکړه .
دهلمنددمطبعې عمومي مديرشيرمحمدخان وخت خبريال ته وويل : (( دغه ۴۰۰۰ توکه كتابونه چې داطلاعات اوفرهنګ وزارت لخوادهلمندعامه كتابتون ته ډالۍ شوي دي په هغو کې سياسي ،علمي ،ټولنيز،فرهنگي اونور ډول کتابونه شامل دي . )) هغه زياته كړه چې لدې وړاندې هم نوموړي وزارت د هلمند له عامه كتابتون سره د۲۰۰۰ توکو كتابونو مرسته کړې وه .
دهلمندمستوفي سيدامان الله سادات وخت خبري آژانس ته وويل : (( داطلاعات اوكلتورله وزيرښاغلي خرم څخه ډيره مننه کوو چې د هلمند له عامه کتابتون سره يې د سلهاو توکو کتابونو مرسته وکړه . ))
نوموړي وويل : (( كتاب هغه څه دى چې په مطالعې سره يې دهرانسان ژوندپه مثبت لوري گام اخلي ، كه چيرې هلمندي وروڼه نوموړي كتابونه مطالعه كړي نو په ډاډسره ويلى شم چې بيابه په دې سيمه کې داسې ستونزې چې د هلمند اوسيدونکي ورسره لاس و ګريوان دي مخ نه شي . ))
د مطبعې عمومي مشر د هلمندولايت پر ټولو اوسيدونكو غږ وكړچې دوى دې راشي اوهره ورځ دې د کتابتون له کتابونو څخه دې استفاده وکړي او ځانونه دې په مطالعه بوخت كړي .
هغه وويل چې دعامه كتابتون دروازه هره ورځ دمطالعه كوونكوپرمخ خلاصه ده.
په هلمندولايت كې فرهنگپال اوخبريال عبدالصمدروحاني د اطلاعات او کلتور وزارت دغه فرهنګپاله اقدام وستايه او زياته يې کړه ، دا لمړى ځل دى چې دهلمندولايت له عامه كتابتون سره په زياته كچه دكتابونومرسته كيږي .
ده له مرسته كوونكواداروڅخه غوښتنه وكړه چې دې ولايت ته دې دمرميوپرځاى كتابونه راوړي ، د مرکزونو پر ځاې دې ښوونځي او مدرسې ، روغتونونه ودان کړي ترڅوله دې ولايت څخه دجگړو او ناامنيو ټغر ټول شي.
ديادونې وړده چې يادشوي كتابونه دمراسموپه پاى كې په رسمي ډول داطلاعات اوكلتوروزارت دراغلي پلاوي لخوادهلمندولايت دعامه كتابتون مسؤلينوته وسپارل شول.
خبريال : نعمت الله زهير
اډيټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 68
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : د هلمندولايت له عامه كتابتون سره دزرگونوتوکو كتابونومرسته وشوه ((عده ی ازافراد پولیس یک رقم با مردم رویه میکنند ، تومیگویی رییس جمهورهستند!)) گروه های سفزا وسازا در بدخشان خلع سلاح میشوند ((غیابت وکلا درفیصله های مهم ، مفهوم ولسی جرگه را صدمه خواهد زد !)) ازمدیران مکاتب ولایت بلخ با مکافات معنوی تقدیربعمل آمد صدیق افغان : مسلمانان به هیچکس اجازه بی احترامی به مقدسات دینی را نمیدهند پیام وفراخوان آژانس خبری وخت بمناسبت هشتم مارچ حامد کرزی : تجلیل ازروز زن ؛ ارجگذاری به مقام زن است زنان مزارشریف دیروز نمازجمعه رادرمسجد روضه مبارک ادا کردند مستوفیت بلخ امسال، 3230 ملیون افغانی عواید دارد