سایت خبری وخت
Monday February 8, 2010
2010-02-08 10:15د یو ماین په چاودنه کی ځلورتنه پولیس ووژل شو
وخت خبری آژانس
کابل ولایت
د سلواغی 19 مه
پرون د هغه ماین د چاودلو له کبله چی د هیواد مخالفین لخوا د کندهارولایت د ۷ حوزه په سیمه کی ځای په ځای شوی وو ځلورتنه سرتیری ووژل شول.
دغه خبره د کورنی چارو وزارت ویاند زمری بشری وخت خبری آژانس ته تایید او وویل چی یاد شوی ماین د کندهار ولایت د ۷ حوزه د میربازار سیمه کی وچاود چی د ځانی مرګ ترځنګه یی یو رنجر ډوله موټر هم زیان من کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت دیو خبرپانی له مخی هم په یاده شوی پیښه خپله ژوره خواشینی ځرګندوی او د ملی پولیسو د کورنیو سره ژمنه کوی چی د دی کسانو سره چی خپل ځان د هیواد په لاره قربان کړی دی، میاشتنی تنخا ، یوه ټوټه مځکه او یو ځه نقدی مرسته به هم ورته ورسیږی .
د خبرپانی له مخی،د کورنیوچارو وزارت د هیواد د دښمنانو دا کړنه په کلکه غندی .
خبریال: حکیمزی
ادیت: نیکزاد
پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/012162.php