وخت خبرى اژانس
خوست ښار
دلړم ۳مه
دغه پروگرام دامريكا متحده ايالاتو دمرستو ادارې له خوا په تمويل شوى چې په مرسته يې ددغه ولايت ۱۰۰ تنو مامورينو ادارې او مديريت كې نوې زده كړې ترلاسه كړې دي.
دپروگرام دتطبيق چارې په دغه ولايت كې داړيكو دفترلخوا پرمخ بيول شوې دي.
دوركشاپ ګډونوالو وخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته ويل چې دكلونو كلونو دندو پرمهال يې داسې څه نه و زده كړي لكه په دغه پروګرام كې چې يې زده كړل.
په خوست كې داړيكو دفتر مسوول حاجي محمدعلي وخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: له تېرو ۱۲ مياشتو راپدېخوا يې دادارې، مدريت، انګليسي او كمپيوټر په برخه كې ددولتي مامورينو دظرفيت لوړ ولو په موخه روزنيز پروګرامونه پيل كړي.
دهغه په وينا ديوه كال په اوږدو كې يې دخوست بېلابېلو دولتي ادارو ۱۰۰ تنه مامورين وروزل.
دنوموړي په خبره دغه پروګرام چې دامريكا متحده ايالاتو پرمختيايي ادارې (يواس اى آى ډي) لخوا د (ايل جي سي ډي) په مالي مرسته پرمخ بيول شوى پنځه دورې يې درلودې او په هره دوره كې يې ۲۰ تنو مامورينوته رزونه وركړې.
د همدې پروګرام يو تن ګډونوال او دخوست چاپيريال ساتنې ادارې مامورميرحمداد وويل چې دوى نږدې ۵۰ كاله دنده اجرا كړې خوتراسه دمديريت او ادارې پربنسټونو نه و خبر،چې اوس يې په دغه روزنيز پروګرام كې زده كړل.
ګډوانوالو دا هم وويل چې كه دا ډول نور روزنيزو پرګرامونو هم جوړشي نو ددولتي مامورينو د ظرفيتونو په لوړوالوكې به ډېر مثبت بدلون راوستل شي.
دا غونډه چې دخوست ولايت مقام د جرګو په تلاركې جوړه شوې وه، پرګډونو والو يې د خوست سرپرست والي طاهرخان صبري لخوا بريليكونه وويشل شول.
خبريال: الهام خوستى، په خوست كې دوخت خبريال
اډيټ: طيب