سایت خبری وخت
Sunday October 25, 2009

2009-10-25 15:08 جنوبى وزيرستان كې ۱۲تنو ته مرگ ژوبله اوښتې

وخت خبرى اژانس

جنوبى وزيرستان

دلړم ۳مه

 

پاکستاني چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې له وسله والو طالبانو څخه د جنوبي وزیرستان یو شمېر سیمې نيولې او دغې ډلې ته يې مرگ ژوبله اړولې.

 

په جنوبي وزيرستان كې دپاكستاني سرتيرو يوتن افسر محمد اسماعيل مروت وخت خبرى اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: په دغو نښتو كې ۹ وسله طالبان وژل شوي دي.

 

دمروت په وينا په نښتو كې يو پاكستانى سرتيرى هم وژل شوى او ۲ نور ټپيان دى.

 

نوموړي په وينا په نښتو کې د وسله والو یو شمېر سنګرونه ویجاړ شوی او یادې شوې سیمې دا مهال د پاکستاني ځواکونو په ولکه کې دي.

 

 دسيمې خلكو وخت خبري اژانس ته ويلي،د تيرو ۲۴ ساعتونو جگړې دجنوبی وزیرستان په زرمک،جنډوله او شکى سیمو کې دوسله والو طالبانو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ رامنځ ته شوې دي.

 

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

د یادوونې وړده چې له تېرو څو ورځو را په دې خوا دجنوبي وزیرستان په بېلاېبلو سیمو کې پاکستاني سرتېروله خوا وسله والو طالبانو پرضد د خلاصون د لارې په نوم نوي پراخ چاڼیز عملیات پیل کړی دی.

 

د پاکستاني چارواکيو په خبره تردا مهاله پکې دوژل شویو وسله وال شمېره ۲۰۰ ته نږدې شوې او سلګونه نور ټپيان دي.

 

خبريال:جان اغا سعید، په پاكستان كې دوخت خبريال

اډيټ: طيب   




پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/010941.php