سایت خبری وخت
Monday October 5, 2009

2009-10-05 16:18په ارزګان کې د کلورا ناروغي خبر خپور شوى ده
وخت خبري آژانس
د زابل ولايت
د تلي ١٣ مه

د ارزګان ولايت په ٣ ولسواليو کې چوره، دهراود او ترينکوټ کې د يوي اونى را په ديخوا د کلورا د مرض د خپريدو خبر خپور شويدى خو دولتي چارواکې دا خبر رد وي.

د ارزګان ولايت عامي روغتيا رياست د صحي چارو مسول خان آغا مياخيل د وخت خبري آژانس ته وويل: ((پدي ولايت کې د کلورا ناروغي خپره شويده چي له امله ٥ تنه څلور ښځي او ١ ماشوم وژل شويدي.))

هغه زياته کړه چي مونږ په کابل کې د عامي روغتيا وزارت ته دا خبره کړيده تر څو ددي ناوړي ناروغى مخنيوى وکړي.

دده په وينا تر اوسه تر ٥٠٠ زيات ناروغانو مونږ ته مراجعه کړيده او مونږ دوي تر درملني لاندي نيولي دي.

ځايي خلک ددي نارو غي د خپريدو له امله انديښنه ښوولي او وايي چي تر اوسه ٣٥ تنه ددي ناروغي له امله وژل شويدي او دا ناروغي د خپريدو په حال کې ده خو د ارزګان د عامي روغتيا رياست د صحي چارو مسول خان آغا مياخيل يوازي د پنځوتنو د مړني خبر ورکړيده

له بلي خوا نن د زابل ولايت د شاجوى ولسوالي ځيني خلکو هم د نوموړي ناروغي دخپريدو خبر په نوموړي ولسوالي کې ورکړى ده.

ددي ولسواليو ځينو اوسيدونکو ويلي چي تر اوسه ددي ناروغى له امله څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ور کړى ده.

خو د زابل ولايت د والي مرستيال ګلاب شاه علي خيل بيا وويل: چي دا مرض د نوموړي ولايت په ځينو ولسواليو کې خپور شويدى خو تر اوسه پوري څوک ددي ناروغي له امله ندي مړه شوي او ناروغان هم تر درملني لاندي دي

خبريال: نثار جمال
اډيت : طيب















پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/010659.php