سایت خبری وخت
Monday October 5, 2009
2009-10-05 15:12:ديوې شخصي دښمنى په لړکې پېنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتله
وخت خبرى آژانس
خوست ولايت
د تلى ١٣ مه
خوست كې د يوې شخصي دښمنۍ په لړ كې د وسله والې جګړې له امله د دوو كورنيو پېنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواكونو يوه او بل ته د بريد او بمبارد په پايله كې د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې كړې او د يو قومي مشر زوى هم د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى دى.
نن د خوست ښار جنوب لوري ته د مړديخېلو په كلي كې دوو كورنيو د كومې شخصي تربګنۍ پر سر وسله واله شخړه كړې او په پايله كې يې د ځايي اوسيدونكو په وينا څلور تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
د سيمې يو تن اوسيدونكي امرالله وويل، چې درې تنه له يوه لوري وژل شوي او يو د بل لوري.
د شخصي دښمنيو له امله ورته شخړې او مرګ ژوبلې د خوست په يوه نه يوه سيمه كې نېږدې هره ورځ كيږي، چې ځينې يې مرګ ژوبلې هم لري، خو ځايي حكومت يې تر اوسه په كابو كولو نه دى توانيدلى.
بل خوا وسله وال طالبان وايي، چې تېره شپه يې د خوست شمال ختيځ صبريو ولسوالۍ كې د بهرنيو او افغان ځواكونو پر ګډ پوځي مركز له څو خواوو د سپكو او درنو وسلو بريد كړى او د دوى په وينا نامعلوم شمېر مرګ ژوبله يې ور اړولې.
بهرنيو ځواكونو تر اوسه خپله په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د پېښې ځاى ته نېږدې اوسيدونكې وايي، چې له بريد وروسته يې څو شكمنې سيمې د چورلكو په وسيله بمبارد كړې او نه ده معلومه، چې بريدكوونكو ته يې مرګ ژوبله اړولې كنه.
وسله والو طالبانو منلې، چې هوايي بريد پرې شوى، خو دوى روغ ترې وتلي دي.
د سيمې اوسيدونكي دا هم وايي، چې بهرنيو ځواكونو د همدې صبريو ولسوالۍ د شېخ محمدي په سيمه كې پوځي عمليات هم كړي او په پايله كې يې څلور كسان نيول شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې د خوست لويديځ نادرشاه كوټ ولسوالۍ د شمبوات په سيمه كې د يوه ځايي قومي مشر حاجي ناظم يو زوى د يوې بمي چاودنې په پايله كې وژل شوى دى.
د خوست نظامي كميسيون مشر جنرال نواب دا پېښه تاييد كړې او ويلي يې دي، چې پر ده او د كورنۍ پر غړو يې له دې وړاندې هم ورته بريدونه شوي دي.
د وسله والو طالبانو يو قوماندان صلاح الدين ايوبي د دې پېښې مسؤوليت پرغاړه اخېستې.
د يادولو ده چې څه وخت وړاندې هم د ياد قومي مشر يو وراره په خپل دوكان كې د بمي چاودنې له امله وژل شوى ؤ.
خبريال: الهام خوستى
اډيت : طيب
پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/010652.php