Thursday July 16, 2009
2009-07-16 16:15 كندهاركې دائتلاف بمباريو كې ۱۷تنوته مرګ ژوبله واوښته
وخت خبري آژانس
كندهارولايت
چنګاښ ۲۵مه
تيره شپه په لسوبجوپه شاوخواکي دکندهارولايت دشاولي کوټ ولسوالۍ دتاوالي په سيمه کې داتلافي ځواکنوچورلکو بمباري وکړه چې په نتجه کې پنځه نفره عام وګړي وژل شوي اودولس نفره نورټپيان شوي دي.
دکندهارولايت وميرويس نيکه روغتون يوتن چارواكې چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شې وخت خبري آژانس ته يې وويل: (( ته ټول مړي او ټپيان دغه روغنتون ته راوړل شوي دي.))
دده په وينا په دغه پيښه کې يوه نجلۍ او څلور پاخه عمر ملكې كسان وژل شو ي او دولس نفره نور نارينه اوښځينه په شمول ټپيان شوي دي.
ځاي خلکوپه وينادشپي نه نيمي بجي وي چي چورلکو په دغه سيمه کې بمياري وکړه چې ددوي کورونه يي هم په ترڅ كې وجاړ شوي دي.
ددوي په وينا په سيمه كې نه طالبان وه اونه دولتي ځواکونه دايوه آرامه سيمه وه چې داطياري راغلې هلته يې بمباري وکړې.
دميرويس ورغتون ډاکټران چي نه غواړي نوم يي وخستل شې وايي چي دځينو ټپيانو حالت وخيم دي اومړي يې په يخچال کې ايښي دي.
دکندهارولايت ويانداودمطبوعاتي څانګي مسول زلمي ايوبي داپيښه يې منلې ده او وايي چې نن دکندهاروالي يوپلاوي شاولي کوټ ولسوالي ته استولى چي پيښه له نزدي څخه وګوري.
داڅوم ځل دي چې ائتلافي ځواکنو په ولسي وګړوبمباري کوي تردينه مخکې هم دکندهارپه ولايت کې دناوي اوشاه په ګډون ۳۵ تنه عام وګړي تيرکال وژلي وه اوپه هغه کي هم خپله ولسمشرحامد کرزي خوشني ښودلي وه.
دکندهارپه ولايت کې دشاولي کوټ په ولسوالي کې دادريم او څلورم ځل دى چې دعام خلکوپه کورونوباندې بمبارکيږي
خبر: نثارجمال، په سيمه كې وخت مسوول او خبريال
اديت: طيب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 65
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : يك تانك ايتلاف دربرك،برك لوگر باماين انفجارنمود2009-08-31 15:24 کندهار کې ۱۰ کلنې نجلى باندې جنسي تيرى شوى 2009-08-31 13:23در دو رويداد امنيتى شش پوليس مجروح گرديد 2009-08-31 12:08یک کارمندان میدان هوایی جلال آباد، به قتل رسید 2009-08-30 17:00:از روز همبستگى پشتون و بلوچ تجليل بعمل آمد 2009-08-30 16:56٤٨٠٠ فاميل از برنامه همبستگى ملى مستفيد شد 2009-08-30 15:10:يک تعداد اجناس به مکاتب پروان و ننگرهار کمک شد 2009-08-30 14:03 ارغنداب په ولسوالی کې چاودنې، ۶ تنو ته مرگ ژوبله اړولې 2009-08-30 13:35: ليسه مسلکى زراعت افتتاح و به بهره بردارى سپرده شد 2009-08-30 13:35 کریکټ: افغانستان خپله دویمه نړایواله یوه ورځنۍ لوبه پیلوې