سایت خبری وخت
Wednesday July 1, 2009
2009-07-01 17:50 دزابل په ده چوپان ولسوالۍ کې ۱۵ وسلوال ووژل شول
وخت خبري آژانس
دکلات ښار
دچنگاښ ۱۰مه
چارواکې وایې د زابل ولایت د ده چوپان په ولسوالۍ کې د تیرو دوو ورځو په عملیاتو کې ۱۵ طالب وسلوال وژل شوي او د دوی گڼ شمیر نور ټپیان دي.
دزابل ولایت دده چوپان ولسوال فضل باري وخت خبري آژانس ته وویل د ۱۵ طالبانو دوژنې برسیره یې د دوی شپږتنه ټپیان کړي هم دي.
هغه وایې عملیات ملي اردو، ملي پولیسو او ایتلافي ځواکونو لخوا د تیرو دوو ورځو راهیسې په سیمه کې په لاره اچول شوي دي چې، هوایي ځواک هم ورسره مل دی.
بله خوا دوسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف دزابل ولایت د ده چوپان په سیمه کې یواځې دخپلو څلورتنو ملگرو د وژنې خبره تاییدوې.
نوموړی ادعا کوي چې ، پدې عملیاتو کې افغان او بهرنیوځواکونوته هم درنه مرگ ژوبله اړولې ده.
نثارجمال، په سویل کې دوخت مسؤل او خبریال
ایډیټ: طیب
پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/009433.php