وخت خبري آژانس
دخوست ښار
دچنگاښ ۱۰مه
څو شیبي وړاندې د خوست ښارختیځه څنډه کې دخوست ښار دبلند منزلونو په کتار کې په روان کرولا ډوله موټر کې چاودنه رامنځته شوې، چې دلومړیو مالوماتو له مخې پکې دوه تنه سخت ټپي شوي.
یو عینې شاهد تاج علی دوخت سیمه ییز خبریال ته خپل د سترگو لیدلی حال داسي بیان کړ:((کرولا موټر چې یو تن پکې ناست و روان و چې چاودنې وشوه، پولیس په یو رنجر ډوله موټر کې زغرده دپیښي ځای ته ورغل او یو تن یې دکرولا څخه چې پیښي یې کشاله وي راوباسه.))
دغه راز نوموړی زیاتوې چې یو بل تن چې په یو بایسکل سپورو او دغه ځایه تیریده هم په پیښه کې ټپي شوی دی.
نوموړې وایې، چاودنه خورا زوره وره و او شاوخو ودانۍ یې ولړزولې.
له بله پلوه دخوست امنیه قوماندان عبدالقیوم باقي زوی وخت خبري آژانس ته د پیښي دپخلي ترڅنگ وویل چې په پیښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوې یو تن ټپي شوی کس چې انور نومیږې، یواځې په کرولا ډوله موټر کې سپور و چې چاودنه پري وشوه او بل تن د سیمي څخه په بایسکل تیریده.
نوموړی زیاتوې چې دانور ورور دخوست دامنیه قوماندانې د تروریزم پر وړاندې مدیریت یو افسر دی، خو دی گمان کوي چې دا پیښه د کومي شخصي شخړې پر اساس رامنځته شوي وي او کوم سیاسي موخه به ونه لري.
دخوست د ملکي روغتون ډاکټران وایې چې ور وړل شوي ټپي کس روغتیایي حالت نازک دی.
دوخت سیمه ییز خبریال وایې چې ممکن دا یو مقناطیسي ماین وې چې موټرته ایښودل شوی دی.
هغه وایې څوورځې وړاندې دطالبانو یو تن قوماندان صلاح الدین ایوبې گواښ کړی وچې ورته چاودنې به په خوست ښار کې رامنځته کړې.
پیښه دخوست د رسنیو دمرکز څخه ۵۰ میتر په لري فاصله کې رامنځته شوي ده.
پدی وروستیو کې ورته چاودنو او بریدونو دخوست ښاراوسیدونکې سخت اندیښمن کړي دي، او په ښار کې دخلکوپه گڼه گوڼه کې دپام وړ کموالی راغلي دی .
الهام خوستی ، په جنوب ختیځو ولایتونو کې وخت مسؤل او خبریال
ایډیټ: طیب