Wednesday July 1, 2009
2009-07-01 14:53 سلګونو خوست مېشتو، ولسمشرۍ ته، د حامدكرزي له كانديدى ملاتړ وكړ
وخت خبري آژانس
دخوست ښار
دچنگاښ لسمه
دا غونډه د خوست ښار د جرګوپه تالار كې جوړه شوې وه او د دغه ولايت له مركز او بېلابېلو ولسواليو څخه سلګونو كسانو پكې ګډون كړى ؤ.
غونډې ته په خوست كې د حامد كرزي د تبليغاتي كمپاين ځايي مشر پير سيدشاه، د تڼيو، ځدراڼو، منګلو، او ځاځيو قومي مشرانو، مولوي سردار ځدراڼ او ډاكټر حبيب شاه خبرې وكړې.
دوى په خپلو خبرو كې ولسمشرۍ ته په ولاړو ټولو كانديدانو كې حامد كرزى، له دې امله وړ كانديد وباله، چې د دوى په وينا يې په تېرو څو كلونو كې د ګڼو ستونزو په منځ كې د پرمختګ او بېلابېلو قومونو د نېږدېوالي او ملي يووالي له پاره ډېر كار كړى.
د غونډې زياترو ويناوالو د كرزي ستاينې ترڅنګ له خوست مېشتو غوښتل، چې په راروانو ټولټاكنو كې هم د ده ملاتړ وكړي.
د وينا والو په قول، په تېرو ولسمشريزو ټولټاكنو كې د خوست اته نوي رايه كرزي ته وركړل شوي او دا وار هم ورته تمه كيږي.
تېره ورځ هم د ولسمشر كرزي په پلوى يوه غونډه شوې وه او څو ورځې وړاندې د اشرف غني احمدزي په حق كې هم يو شمېر خلك راټول شوي وو.
د يادولو ده، چې د نننۍ غونډې زياتره ګډونوال ځوانان وو او يو شمېر ښځو هم برخه پكې اخېستې وه.
الهام خوستی، په جنوب شرقې ولایتونو کې دوخت مسؤل او خبریال
ایډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 49
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : 2009-07-02 11:32 سنگ تهداب لیله دخترانه تربیت معلم بامیان گذاشته شد 2009-07-01 17:01 په کندهار کې له یوه کوره درنې او سپکې وسلې ترلاسه شوې 2009-07-01 16:27 دو فرد اختطاف شده در هرات ازچنگ رباینده گان آزاد گردید 2009-07-01 16:13 دربلخ طی گردهمایی صدهاتن ازداکترعبدالله اعلام حمایت کردند 2009-07-01 16:12 درجوزجان صدهاتن به حمایت کرزی گردهمایی نمودند 2009-07-01 16:10 یک پروژه عام المنعه دربلخ به بهرداری سپرده شد 2009-07-01 16:07 درمزاریک لیسه به بهره برداری سپرده شد 2009-07-01 16:05 درجریان درگیری یکتن کشته ودوتن مجروح گردید 2009-07-01 15:58 په کندهارښار کې د مهماتو ډک یو موټر ونیول شو 2009-07-01 14:53 سلګونو خوست مېشتو، ولسمشرۍ ته، د حامدكرزي له كانديدى ملاتړ وكړ