سایت خبری وخت
Monday June 22, 2009
2009-06-22 13:34 په میدان وردگ ولایت کې دواليبال سیالې پاي ته ورسیدلې
وخت خبري آژانس
دمیدان ښار
دچنگاښ لومړۍ نیټه
په میدان وردگو ولایت کې دوالېبال سیالۍچې له تیرو څو ورځو راهیسي روانې وي، پرون د ملاخیلود لوبډلې په گټه پای ته ورسیدې.
دمیدان وردگو د والي ویاند شاهدالله صافي پر وینا دا سیالې د غبرگولې په ۳۲مه نیټه پیل شوې وي چې په کې دمیدان وردگ ولایت دمرکز او اړونده ولسوالیو لوبډلو گډون کړې و.
دصافي پروینا په نوموړیو سیالیو کې چې دبدنې روزنې او سپورت امریت په نوښټ او د نشې توکیوپر وړاندې دمبارزې ریاست په مالي لگښت جوړې شوې وی دمیدان وردگ ولایت اړونده ولسوالیو څخه شاوخوا ۴۰ لوبډلو برخه واخیسته و .
دصافي پروینا دلوبو په پایله کې پنځه غوره لوبډلې (سپین غر،ملاخیل،سلیمان فارس،نهرفولاد او بندچک ټیمونه) دنیمایې پای لوبو ته لاره پیداکړه.
هغه وایې ددې لوبو وروستې لوبه چې دملاخیلولوبډلې او نهرفولادلوبډلو ترمنځ ترسره شوه په ترتیب سره په کې ملاخیلو لوبډلې لومړۍ او دنهر فولاد ډلې دویم مقام ترلاسه کړ.
دغه راز نوموړ زیاتوې چې پدې لوبو کې دسپین غرلوبډلې دریم مقام غوره کړ.
دمیدان وردگو ولایت د سپورت آمریت دچارواکیو پروینا دوالیبال ددې سیالپو په لاره اچولو موخه ددې ولایت په کچه دیو منتخبې لوبډلي ټاکنه او دغه راز د ځوانانو د ټيمونو ټاکنه و.
په دغولوبوکې دوالیبال دفدارسیون لومړی مرستیال عطاء الله عفوري او دملي لوبډلې ترینرپاچاخان هم گډون کړې و.
د سیالیو په پاي کې ددې ولایت دسپورټ آمریت لخوا گټونکې لوبډله په مډالونه،او دقهرمانې په جام ویاړل شوه.
دغه راز د سیالیو په پاي کې په شاوخوا ۲۴۰ لوبغاړو باندې دسپورت جامي او اړونده نور تحایف وویشل شول.
نصیر احمد په کابل کې دوخت دورزش د برخي خبریال
ایډیټ : طیب
پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/009280.php