وخت خبري آژانس
دکندهار ښار
دچنگاښ لومړۍ نیټه
څو شیبې وړاندې دکندهار ولایت د زیړی ولسوالې دسنځیرۍ په سیمه کې د ملي اردو په موټرو باندې یو ځانمرگۍ برید وشو، چې د لومړی مالوماتو له مخي یې د ملي اردو سرتیروته مرگ ژوبله اړولې ده .
دکندهار امنیه قوماندان مل پاسوال مطیع الله قاطع د پیښي د تایید ترڅنگ وخت خبري آژانس ته وویل چې اوس مهال سیمي ته ملي پولیس ورسیدلې او سیمه یې کلابند کړې ده.
دغه راز نوموړی زیاتوې چې د زیړی ولسوالې لویه لاره اوس د ترافیکو پر مخ تړل شوې.
نوموړې د پیښي د تلفاتو په اړه جزییات ورنکړل، او زیاته کړه ، چې دا به وروسته رسنیو ته په ډاگه کړې.
بله خوا په سیمه کې د وسلوالو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدې د پیښي مسئولیت پرغاړه اخیستې. نوموړې د دوخت سیمه ییز خبریال ته ویلې چې چاودنه د رحمت الله په نوم یو ځوان ترسره کړې چې، په ترڅ کې ۱۸ بهرنې سرتیرې وژل شوي ده.
ددې چاودنې په اړه نورجزییات په وخت کې په راتلونکو څو شیبو کې وگوري.
نثارجمال په سویل کې دوخت مسؤل او خبریال
ایډیټ : طیب