سایت خبری وخت
Monday June 1, 2009
2009-06-01 15:25دپاکستان په کوهاټ کې چاودنې څلور تنه ووژل
وخت خبري اژانس
کوهاټ – دپښتونخواه ایالت
دغبرگولې ۱۱مه
نن غرمه د پښتونخوا ایالت په کوهاټ سیمه کې د موټرو په یو تم ځای کې یوه چاودنه وشوه چې د ځایي چارواکیو په خبره پکې څلور تنه مړه او دری نور ژوبل شول .
د ځایي چارواکیو وایي چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله ترسره شوې ده .
په سیمه کې یو تن موټرچلوونکی مراد خان وخت خبري اژانس ته د ټیلفون پرلیکه وویل چې،چاودنه نن غرمه دموټرو په تمځای کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې له پېښور څخه یو راتلونکی موټر دې تمځای ته د ننوتو په حال کې وو.
ده وویل: ((په خپلو سترګو مې د خلکو مړه جسدونه ولیدل چی یوه او بله خوا نړیدل خو کوټلې شمېره یی راته څرګنده نه ده.))
هغه وایي چې له پېښي سمدستی وروسته سیمه د پولیسو له خوا کلابنده شوه .
د پېښې په ځای کې یو بل عینی شاهد ملوک وخت خبري اژانس ته وویل چې،دا
چاودنه خوار قوي وه.
دده به خبره اټکل کوی چی تر لسو تنو به د مړو شویو کسانو شمېره زیاته وی .
خو په سیمه کې د پولیسو یو مشر فرقان احمد وخت خبري اژانس ته وویل چې ،په چاودنه کې څلور تنه وژل شوې او درې نور سخت ټپیان دي.
دپولیسو ددغه دچارواکیو پر وینا، دا مهال د چاودنې له امله د کوهاټ په ټولو روغتونونو کې بېړنۍ وضعه اعلان شوې ده او ټپیان دکوهاټ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي .
تر دا مهاله د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې .
جان اغا سعید،په پاکستان کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ: طیب
پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/009034.php