Thursday May 28, 2009
2009-05-28 14:55داروزگان په نښتو کې ۱۵ طالبان ووژل شول
وخت خبري آژانس
دترینکوټ ښار
دغبرگولې اوومه
پرون ماښام ناوخته دکندهاراو ارزگان پر لویه لاردگټه سنگ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو او پولیسو سرتیرو ترمنځ سختي نښتي رامنځته شوي دي،چې له امله یې ۱۳ وسلوال طالبان وژل شوې دې، دغه راز د دیراود ولسوالۍ کې دطالبانو دوه سیمه ییز قوماندان وژل شوي دي.
د اروزگان ولایت امنیه قوماندان جنرال جمعه گل همت وخت خبري آژانس ته ویلې چې، په دې نښتو کې د ۱۳ وسلوال طالبان ترڅنگ دوه ملي پولیس هم وژل شوې او دري نور ټپیان دي.
هغه وایي چې د ارزگان په ولایت کې طالبان کله ناکله سړک ته راوځې، لاره بندوې، او په پولیسو او ملي اردو ورته بریدونه ترسره کوي، خو په آخرکې مرگ ژوبله پخپله دوی ته اوړې.
دغه راز داروزگان ولایت امنیه قوماندان ددغه ولایت د دیراود په ولسوالۍ کې هم د تیرشپي پرمهال دیو لړ نښتوخبر ورکړ.
نوموړی وایي په دغو جگړو کې یې دطالبانو دوه قوماندان وژلې او ددوی یو بل تن یې تپي کړی دی.
هغه وایې په دې نښتو کې ملي پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.
دده په وینا اوس په دغه سیمه کې امنیت ټینگ دی، او خلک خپل عادي ژوند ته ادامه ورکوي.
له بلوه وسلوال طالبان په دغو دواړو پیښوکې دوی ته دمرگ ژوبلې خبره ردوي، دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدې دوخت سیمه ییز خبریال سره دخبرو پر مهال وول چې، په دغو دواړو پیښو کې دولت ته درنه مرگ ژوبله اړولې ده، خو هغه د تلفاتو دقیقي شمیرو په اړه څه ونه ویل.
نثارجمال په جنوبي ولایتونو کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ : طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 94
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : 2009-05-28 17:16دربامیان دها کارمندن دولتی مهارتهای جدید آموختند 2009-05-28 17:13قوماندان ایساف گفته های والی بلخ را در نمود 2009-05-28 17:11په لغمان کې دبیارغاونې ۱۷ پروژې بشپړي شوي 2009-05-28 16:29یوناما وحقوق بشرنقش رسانه را درانتخابات مهم خواندند 2009-05-28 16:27دربدخشان۲۱۶ هكتار زمین ازکشت کوکنارپاکسازی گردید 2009-05-28 16:11دپکتیا په گرده څیړۍ ولسوالۍ کې د ناټو پر ځواکونو برید وشو 2009-05-28 14:55داروزگان په نښتو کې ۱۵ طالبان ووژل شول 2009-05-28 13:47سمیناریک روزه بخاطر محو مرض سرخی گندم دایرگردید 2009-05-28 11:25پاکستان؛دطالبانو۲۱تنو مشرانو دنیولو لپاره انعام وټاکه دپاکستان په بر دیرکې نهه تنه طالبان ووژل شول2009-05-28 09:21