Thursday May 28, 2009
2009-05-28 11:25پاکستان؛دطالبانو۲۱تنو مشرانو دنیولو لپاره انعام وټاکه
وخت خبري آژانس
دپېښور ښار
دغبرگولې اوومه
د پاکستان د پښتونخوا ایالت حکومت، نن سهار( دغبرگولې پر اوومه) د وسلوالو طالبانو يو ويشت تنو لوړپوړيو کسانو د نيولو په سر انعامونه کیښود.
دغه انعامونه چې له لسو څخه تر ۵۰ لکه پورې رسیږې ، د مولانا فضل الله او د وسلوالو طالبان په وياند مسلم خان په گډون د ګڼ شمېر طالب قومدانانو د نيولو په بدل کې اعلان شوي دي .
په سيمه کې يو تن حکومتي چارواکي سيداختيار شاه وخت خبري آژانس ته وويل : ((دغه انعامونه په دې موخه اعلان شوي دي تر څو عام وګړې د وسلوالو په نيولو کې له حکومت سره مرسته وکړي)).
ده وويل :
دغه اعلانانو په چاپي بڼه د وسلوالو له يو شمېر عکسونو سره يو ځاى هم خپاره شوي دي .
دده په خبره په خپرو شويو اعلانونو کې د ځايي چارواکيو يو شمېر د ټيلفونو شمېرې هم خپرې شوې ،تر څو عام خلک وکولائ شي په دغو شمیرو تماس ونیسي او پدې توگه د دوی په نیولو کې مرسته وکړي .
دی وایي :(( هرڅوک کې د غوښتل شويو کسانو په اړه مونږ ته زنګ ووهې، نوم او د اوسېدو ځاى به يې تر پايه پورې پټ وساتو)) .
د يو بل خبر له مخې د پاکستان په لاهور کې د پروني ځانمرګي او وسلوال بريد پړه د تحريک طالبان پنجاب په نوم يوې نوې ډلې په غاړه اخيستې ده .
د يادې شوې ډلې غړو يوې ترکي رسنۍ ته په خبرو کې ويلي دي چې دا ځانمرګۍ او وسله وال بريد يې خپلو هغو وروڼه ته ډالۍ کړي دي چې دا مهال په سوات کې د پاکستاني ځواکونو تر سختو بريدونو لاندې دي .
د ياددونې وړ ده چې تېره ورځ د پاکستان په دويم ستر ښار لاهور کې د بيړنيو پېښو سره د مبارزې په دفتر وسله وال او ځانمرګې بريدونه تر سره شو ې و چې، پکې پېنځه دېرش تنه مړه او درې سوه پېنځه ويشت تنه نور ژوبل شول .
جان اغا سعيد، په پاکستان کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ : طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 104
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : 2009-05-28 17:16دربامیان دها کارمندن دولتی مهارتهای جدید آموختند 2009-05-28 17:13قوماندان ایساف گفته های والی بلخ را در نمود 2009-05-28 17:11په لغمان کې دبیارغاونې ۱۷ پروژې بشپړي شوي 2009-05-28 16:29یوناما وحقوق بشرنقش رسانه را درانتخابات مهم خواندند 2009-05-28 16:27دربدخشان۲۱۶ هكتار زمین ازکشت کوکنارپاکسازی گردید 2009-05-28 16:11دپکتیا په گرده څیړۍ ولسوالۍ کې د ناټو پر ځواکونو برید وشو 2009-05-28 14:55داروزگان په نښتو کې ۱۵ طالبان ووژل شول امریکا بیش از۴ میلیون دالر به وزارت مبارزه بامواد مخدر کمک نمود2009-05-28 14:50 2009-05-28 13:47سمیناریک روزه بخاطر محو مرض سرخی گندم دایرگردید 2009-05-28 11:25پاکستان؛دطالبانو۲۱تنو مشرانو دنیولو لپاره انعام وټاکه